د ايران پر اټومي پروګرام د خبرو دويم پړاو پیل شو

Image caption لوېديځ هېوادونه باور لري چې ايران د اټومي وسلو د جوړولو هڅه کوي.

دا د ايران پر اټومي پروګرام د خبرو دويم پړاو دى چې په الماتا کې ترسره کېږي.

په فبرورۍ کې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له پنځو دايمي غړو او جرمني نه جوړې ډلې د ايران پرضد د لګول شويو ځينو اقتصادي بنديزو د پستولو وړاندېز وکړ، خو په دې شرط چې ايران د يورانيمو پخول محدود کړي.

ډله وايي اوس غواړي، چې په دې تړاو له ايران نه روښانه او مشخص ځواب واوري.

خو له غونډې د مخه يوه خبري کنفرانس ته د وينا پر مهال د ايران د پارلمان مشر رضا بهنور وويل، دا به منصفانه نه وي چې له ايران څخه وغوښتل شي چې له خپلو ټولو اټومي فعاليتونو لاس واخلي:

"که لوېديځ هېوادونه فکر کوي، چې ايران به خپل ټول اټومي فعاليتونه وځنډوي دوى بايد په دې پوه شي چې دا شونې نه ده چې موږ له خپلو حقونو تېر شو."

د پنجشنبې په ورځ د الماتا په پوهنتون کې د وينا پر مهال د ايران مشر اټومي مرکچي سيد جلالي وويل، له نړيوالې ټولنې د دې اورېدل غواړي چې د ده په وينا د ايران سوله ييز اټومي حقونه ومني.

لوېديځ هېوادونه باور لري چې ايران د اټومي وسلو د جوړولو هڅه کوي.

په همدې لړ کې د امريکا ولسمشر بارک اوباما نژدې يوه مياشت دمخه وويل، چې ايران د اټومي وسلو له جوړولو شاوخوا يو کال لرې دى.

خو ايران دغه ادعاوې ردوي او وايي اټومي پروګرام يې په بشپړه توګه سوله ييزې موخې لري.

ورته مطالب