سویلي کوریا د توغندیز دفاعي سیستم جنګي بېړۍ وخوځولې

Image caption د جنوبي کوريا دغه بېړۍ د توغنديزې دفاع په سيستم باندې سمبال دي.

پوځي چارواکو د جنوبي کوريا رسنيو ته وويل، چې دوه جنګي بېړۍ به د هېواد په ختيځو او لوېديځو سمندري څنډو کې ځاى په ځاى کړي.

د جنوبي کوريا دغه بېړۍ د توغنديزې دفاع په سيستم باندې سمبال دي.

جنوبي کوريا وروسته له هغه دغه ګام اوچتوي چې ځيني ناتاييد شوي رپوټونه وايي چې شمالي کوريا دوه توغندي د توغولو په دستګاوو کې ځاى پر ځاى کړي دي.

فکر کېږي چې دا د منځني واټن ويشتونکي توغندي وي چې په جګړه کې نه دي ازمایل شوي، خو دا وړتيا لري چې د ګوام تر ټاپو پورې ورسېږي.

د جنوبي کوريا د دفاع وزارت يوه وياند کيم مين سيوک وويل، شمالي کوريا داسې توغنديو ته خوځښت ورکړى چې د ويشتلو واټن ېې ډېر دى.

"موږ د دې پخلى نه دى کړى چې شمالي کوريا کوم ډول توغندي ختيځو څنډو ته خوځولي دي خو داسې فکر کېږي چې دا به د منځني واټن ويشتونکي موسدان توغندي وي چې تر ګوام پورې الوتلی شي. د توغنديو د ويشتلو واټن د دریو او څلور زرو کيلو مترو ترمنځ دى. په ګوام کې د امريکا يو شمېر ځواکونه او عسکر شته چې کولى شي د کوريا له ټاپو سره چلند وکړي. په دې ډول زه فکر کوم چې دا به د شمالي کوريا ممکنه خطر لږ کړي."

خو سيول د شمالي کوريا له لوري د توغنديو دغه خوځښت ته کم ارزښت ورکړى او ويلي يې دي چې د دښمنانه کړنې پرځاى به دا يو ازمايښتي چاره وي.

په دې وروستيو اوونيو کې شمالي کوريا له لوېديځ سره لفظي شخړو ته زور ورکړى او د امريکا په خاوره کې يې د موخو د وېشتلو ګواښ کړى.

په آرام سمندر کې د ګوام په ټاپو کې د امريکا پوځي اډه يوه له هغو موخو بلل شوې چې پينګ يونګ يې د ويشتلو ګواښ کړى دى.

د پنجشنبې په ورځ (اپریل/څلورمه) امريکايي چارواکو د دې پخلى وکړ چې د شمالي کوريا دغو ګواښونو ته په ځواب کې به ګوام کې د توغنديزې دفاع سيستم ځاى په ځاى کړي.

د امريکا د بهرنيو چارو د وزارت وياند وېکتوريا نولاند وويل، د دې ګام موخه دا ده چې امريکايانو او خپلو متحدينو ته دا ډاډ ورکړو چې موږ کولى شو د امريکا له متحده ايالاتونو نه دفاع وکړو.

شمالي کوريا په سيمه کې د امريکا او جنوبي کوريا د پوځونو ګډ پوځي تمرينونه د ځان پر وړاندې د ېوې دسیسې په توګه ګڼلي دي.

د دغو تمرينونو د يوې برخې په توګه د امريکا متحده ايالتونو د اټومي وسلو وړتيا لرونکې د بي٢ او بي٥٢ بمبارد الوتکې جنوبي کوريا ته استولې دي او له دې سره جوخت يې په سيمه کې داسې جنګي بېړۍ ځاى پر ځاى کړي دي چې د توغندېزې دفاع پر سيستم باندې سمبال دي.

د شمالي کوريا رسنيو ويلي چې امريکا د هوا، سمندر او ځمکې له لارې ټاپو په اټومي وسلو سره کلابنده کړې ده.

په امريکايي رسنيو کې د پنتاګان د يوه چارواکي له خولې چې خپل نوم يې نه دى په ډاګه کړى ويل شوي چې واشنګټن په دې اړه غور کوي چې کېداى شي ځيني کړنې يې د دغه ترينګلتيا د رامنځ ته کولو سبب شوې وي.

په يوه بل تازه پرمختګ کې شمالي کوريا د روسيې او برتانيا په ګډون بېلا بېلو بهرنيو سفارتونو ته ويلي دي چې له پينګ يونګ نه پر خپلو وتلو غور وکړي.

د يوه روسي چارواکي له خولې ويل شوي تر اوسه نه پوهېږي چې ولې دغه ډول غوښتنه شوې ده.

ورته مطالب