'پر سوري کډوالو حیاتي مرستې درېږي'

Image caption ددغو کډوالو ډېری د وياندې په خبره کوچنيان دي.

د ملگرو ملتو يوې ادارې ويلي د پيسو د نشتوالي له امله به ډېر ژر په اردن او نورو هېوادو کې د سوري کډوالو د حياتي مرستې امکانات له لاسه ورکړي.

د يونېسف يوې وياندې ماريکسي ميرکادو وويل: "اړتياوې په چټکۍ ډېرېږي، خو زموږ لاس تش دى".

په ٢٠١١ کال کې د حکومتي ضد پاڅون له پيل راهيسې څه له پاسه يو ميليون سوريان له خپله هېواده تښتېدلي دي.

شاوخوا ٤٠٠ زره يې اردن ته تللي چې د کال تر پايه ښايي دا شمېره، د آغلې ميرکادو په وينا درې ځله وخېژي.

که داسې وشول نو د سوري کډوالو شمېر به تر يو ميليون واوړي او د اردن د ټولو وگړو درېيمې برخې ته به ورسېږي.

آغلې ميرکادو د سويس په جينوا ښار کې د ملگرو ملتو په يوه خبري کنفرانس کې خبريالانو ته وويل چې د کال له پيل راهيسې هره ورځ شاوخوا دوه زره سوريان پر پوله اردن ته اوړي.

هغې وويل اټکل دادى چې دا شمېرې په جولاى کې دوه او په ډسمبر کې درې برابره شي.

ددغو کډوالو ډېری د وياندې په خبره کوچنيان دي.

د کوچنيانو نړيوال صندوق يونېسف سم لاسي دغو کډوالو ته اوبه، د روغتيا ساتنې وسايل، واکسينونه، زده کړه او نور ضروري شيان د اردن په يوه لوى کمپ کې چمتو کوي.

يوازې په دغه کمپ کې د کډوالو شمېر نژدې ١٥٠ زره تنه دى.

تر اوسه دغې ادارې ته يوازې ١٢ ميليونه ډالر رسېدلي او دا د هغو ټولو پيسو يوازې پنځمه برخه جوړوي چې يونېسف يې په اردن کې د سوري کډوالو د مرستې لپاره غوښتنه کړې وه.

ورته مطالب