امریکا د افغان عملیاتو پر سر له پاکستان سره خبرې وکړې

Image caption د مرکزي قومندانۍ مشر له پاکستاني پوځي مشرانو سره کتلي دي.

د امریکايي پوځ د مرکزي قومندانۍ یا سینټکام مشر جنرال لویډ اسټن د پاکستان له پوځي مشرانو سره په افغانستان کې د روانو پوځي عملیاتو لپاره د پاکستان او امریکا د رول پر اهمیت ټنیګار کړی دی.

د تېر کال دسمبر کې د امریکايي پوځ د مرکزي قومندانۍ مشري پرغاړه تر اخیستو وروسته، دا پاکستان ته جنرال لوید اسټن لومړی سفر دی.

نوموړي داسې مهال پاکستان ته سفر کړی، چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ اړیکې یو وارې بیا مخ پر ځوړ شوې دي.

جنرال لوید اسټن پخپل دوه ورځني سفر کې د پاکستان د پوځ له مشر جنرال پرویز اشفاق کیاني، د لويو درستیزانو د کمیټې له مشرجنرال خالد شمیم واین، د دفاع د وزارت سکرتر او نورو لوړپوړو پوځي چارواکو سره خبرې وکړې.

د امریکا سفارت د شنبې په ورځ وویل، چې جنرال لوید اسټن له پاکستاني پوځي مشرانو سره خبرو کې پر ګډو امنیتي چارو، چې په کې د وسله والو شبکو فعالیتونه او د ایساف ځواکونو سره په پوله د امنیت ټینګولو لپاره همکاري شامل دي.

د سفارت په یوه بیانیه کې ویل شوي چې دواړو غاړو د مشترکو اهدافو ترلاسه کولواو د پوځونو ترمنځ همکارۍ پیاوړې کولو لپاره په زیاتو غونډو موافقه وکړه.

جنرال اسټن وویل ''موږ ډېرښه او په زړه سپېڅلې خبرې وکړې. پاکستاني پوځي مشران د افغانستان او سیمې په امنیت او ثبات کې د خپل هېواد د اهمیت او ځانګړي رول په اړه ډیر ښه خبر دي''.

امریکایي جنرال د ترهګرۍ په نتیجه کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو د قربانیو او خورا ډېرو تلفاتو اعتراف وکړ.

Image caption جنرال لویډ اسټن له پاکستاني لوی درستیز سره د افغان ثبات په اړه غږېدلی.

دا په یوه اوونۍ کې پاکستان ته د امریکا د جګپوړو چارواکو دویم سفر دی.

افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان جنرال جوزف ډنفورډ د تېرې دوشنبې په ورځ پاکستان ته د سفر پرمهال له جګپوړو پاکستاني پوځي مشرانو سره خبرې کړې وې.

دغه سفرونه د پاکستان او افغانستان ترمنځ د روانې خړپړتيا پرمهال شوي چې سرچینې وایي یو هدف یې د ترینګلتیا له منځه وړل دي.

ورته مطالب