د تښتونې ضد لاس بند جوړ شو

Image caption د دې لاس بند لومړنی هغه په دې اوونۍ کې یو چا ته ورکړل شو او د نورو د جوړولو چارې دوام لري.

ډېر ژر به یو لاس بند کړۍ له خیریه کارکوونکو سره د تېښتول کېدو او وژلو کېدو پر مهال د مرستې په خاطر را ووځي.

کله چې په دې لاس بند کې ټاکلی ځای کېکاږل شي له ټیلیفون او سټلایټ نوېګېشن نه په ګټې نورو خلکو ته خبر ورکوي چې د کړۍ خاوند په خطر کې دی.

دا خبردارۍ د فېسبوک او ټوېټر د پېغامونو په څېر استول کېږي.

د دې لاس بند لومړنی هغه په دې اوونۍ کې یو چا ته ورکړل شو او د نورو د جوړولو چارې دوام لري.

دا کړۍ د مدني حقونو د دفاع د یوې ډلې له خوا جوړه شوې څو په جګړه ییزو او کړکېچنو سیمو کې له مرستندویه کارکوونکو سره مرسته شوې وي.

دا لاس بند ګرځنده ټیلیفون هم لري او چې کله خاوند یې مشخص ځای ته فشار ورکړي اتومات پېغام استوي.

که په زوره د خیریه کارکوونکو له لاسه د دې بند د ایستلو هڅه و هم شي پېغام استوي او دا وايي چې پر خیریه کارکوونکي په کوم ځای کې برید وشو.

سربېره پر دې له دغه ځای سره نژدې نورو کسانو ته هم خبر ورکوي چې دغسې یوه پېښه شوې ده.

پر دې کړۍ په ۲۰۰۹ میلادي کال کې د یوې چیچنیايۍ خیریه کارکوونکې له تېښتول کېدو وروسته کار پیل شوی و او اوس دا دی جوړ شو.

خو د دې کړۍ شمېر به ډېر نه وي.

ویل شوي چې د ۲۰۱۴ کال تر پایه به ۵۵ دانې پر خیریه کارکوونکو وېشل شي.

ورته مطالب