پاکستان ټاکنیز کمپاین ته طالبانو ګواښونه خنډونه جوړوي

Image caption د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف، نواز شریف په مشرۍ مسلم لیک نواز او د مولانا فضل الرحمان په مشرۍ جمیعت علمای اسلام ګوند پرته له کوم ګواښه خپلې انتخاباتي هلې ځلې او غونډې ترسره کوي.

د پاکستاني طالبانو د بریدونو له وېرې د سیاسي ګوندونو د انتخاباتي غونډو لغوه کېدو اندېښې پیدا شوې دي.

په پاکستان کې یو شمېر خلک دا په راتلونکو څو ورځو کې سیاسي ګوندونو ته د ستونزمنو حالاتو نښې نښانې ګڼي.

وروسته له هغه چې د پاکستان د پیپلز ګوند مشرانو ته د پاکستاني طالبانو له خوا ګواښونه وشول دغه ګوند په لاړکانه کې خپله لویه انتخاباتي غونډه لغوه کړه.

د بلاول زرداري په مشرۍ د پاکستان پیپلز، د اېم کیو اېم او پښتنو مالتپال عوامي ګوند هغه درې ګوندونه دي چې په دې وروستیو کې د پاکستاني طالبانو یوه ویاند په نامه یاد کړل او د بریدونو ګواښ یې ورته وکړ.

دغو دریواړو ګوندونو په تېر حکومت چې پنځه کلنه دوره یې تېره میاشت پوره شوه برخه درلوده.

سر بېره پر دغو ګوندونو د پاکستان پخوانی پوځي واکمن جنرال پرویز مشرف هم اړ شو چې هېواد ته د ستنېدو په ورځ خپله یوه لویه غونډه د طالبانو د ګواښونو له امله لغوه کړي.

خو په همدې حال کې د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف، نواز شریف په مشرۍ مسلم لیک نواز او د مولانا فضل الرحمان په مشرۍ جمیعت علمای اسلام ګوند خپلې انتخاباتي هلې ځلې او غونډې ترسره کوي.

ورته مطالب