څېړنه: اشتها بدلېدای شي

Image caption د ختيځ لندن پوهنتون څېړونکي وايي ددغو موندنو مانا يې دا ده، چې اشتها د زېږون پرمهال منظم شوى نه وي.

ساينس پوهانود مغزو يوه ډله داسې ژوڼکې تشخيص کړې دي، چې د اشتها د کنټرول قوت لري او کېداى شي چې په غيرعادي ډول د خوراک او چاغۍ لامل شي.

په ژوونکو کې يوې تجربې د تانسيټس په نامه ژوڼکي موندلي چې داسې عصبي ژوڼکي توليدوي چې په ځانگړې ډول اشتها کنټرولوي.

د ختيځ لندن پوهنتون څېړونکي وايي ددغو موندنو مانا يې دا ده، چې اشتها د زېږون پرمهال منظم شوى نه وي.

ددوى دغه څېړنه د عصبي ساينس په مجله کې خپره شوې ده.

پخوا داسې فکر کېده چې گنې عصبي ژوڼکي د اشتها له منظموونکې سره تړاو لري چې د نطفې در امنځ ته کېدو پرمهال د ښځې په رحم کې جوړېږي او گواکې چې ادلون بدلونه نه مومي.

خو ددغې څېړنې موندنې ښيي چې اشتها کېداى شي چې ادلون بدلون وکوي.

په دې برخه کې بل گام دا دى چې د هغو ژوڼکو او ژوڼکو د توليد بهير تعريف شي چې د تانسيټس د فعاليت څرنگوالي جوتوي.

څېړونکي اوس د مغزو د هیپوتالاموس برخې ته گوري.

دغه برخه په انسانانو کې خوب، د انرژۍ مصرف، اشتها، تنده او ډېر نور بيولوژيکي کړنې تنظيموي.

ورته مطالب