شمالي کوریا بحران: امریکا د توغندي ازموینه وځنډوله

Image caption زموږ د اقدام هدف امریکایانو او متحدینو ته ډاډ ورکول دی، چې موږ کولای شو د امریکا دفاع وکړو. وکټوریا نولنډ

د امریکا د دفاع وزارت چارواکي وايي د بین البراعظمي توغندي هغه ازموینه ځنډول شوې، چې ټاکل شوې وه، راتلونکې اونۍ تر سره شي.

(منټ مین ۳) نومي دغه ازموینه له دې کبله ځنډول شوې، چې شمالي کوریا ورڅخه ناسم تعبیر وا نخلي.

داسې احتمال شته، چې دغه ازموینه به اوس د مۍ تر میاشتې وځنډول شي. له دریمې اټومي ازموېنې وروسته، چې ملګرو ملتو پرې بندیزونه ولګول، شمالي کوریا له تېرې څه مودې راهیسې امریکا ته خورا سخت ګواښونه کړي.

شمالي کوریا پر امریکا د اتومي برید د ګواښ تر څنګ اعلان وکړ، چې له جنوبي کوریا سره د جګړې په حالت کې ده او دغه راز یې د خپل تړل شوي اتومي کارځای د بېرته پرانیستلو اعلان وکړ، چې د ملګرو ملتو د پرېکړه لیکونو سرغړاوی دی.

د امریکا د دفاع وزارت یوه چارواکي وویل: امریکا غواړي ځان د شمالي کوریا له هغه ناسم تعبیره وژغوري، چې د دغې ازموینې له امله یې د رامنځ ته کېدو احتمال دی.

جنوبي کوریا او د امریکا متحده ایالاتو په کوریا ټاپو وزمه کې د جګړې په اړه د شمالي کوریا ګواښونه له پامه غورځولي.

د جمعې په ورځ شمالي کوریا په پیونګ یانګ کې بهرنیو دیپلوماتانو ته خبرداری ورکړ، چې د جګړې په صورت کې دغه هېواد نه شي کولای د دوی د خوندیتوب ضمانت وکړي.

خو تر اوسه کوم هېواد له شمالي کوریا څخه د خپلو دیپلوماتانو ایستلو په اړه څه نه دي ویلي.

ویل کېږي، چې د شمالي کوریا د اکثر ګواښونو سبب د امریکا او جنوبي کوریا ګډ پوځي تمرینات په ګوته کېږي.

رپوټونو کې ویل شوي، چې ختیځې پولې ته د شمالي کوریا له لوري د توغندي له لېږدولو وروسته جنوبي کوریا پر توغندي ضد سیسټم سمبال دوې سمندري بېړۍ ځای پر ځای کړې.

د پنجشنبې په ورځ امریکا اعلان وکړ، چې په ګوام کې به د شمالي کوریا ګواښونو ته په پام توغندي ضد سیسټم ځای پر ځای کړي. د بهرنیو چارو وزارت ویاندې وکټوریا نولاند وویل:

زموږ د اقدام هدف امریکایانو او متحدینو ته ډاډ ورکول دی، چې موږ کولای شو د امریکا دفاع وکړو.

د جنوبي کوریا د بهرنیو چارو وزیر د پنجشنبې په ورځ قانون جوړوونکو ته وویل، چې شمال یو توغندی ختیځ ساحل ته لېږدولی. دا هغه سیمه ده، چې له دې مخکې په کې پوځي ازموینې تر سره کېدې.

د جمعې په ورځ ناتایید شویو رپوټونو کې وویل شول، چې شمالي کوریا دوه توغندي له لېږد وروسته پر لانچرونو ځای پر ځای کړل.

ورته مطالب