پاکستان کې سترې محکمې مشرف ته د حاضرېدو امر کړی

Image caption ځیني رپوټونه وايي چې د پوښتنو ځوابولو لپاره به په خپله پرویز مشرف محکمې ته نه حاضرېږي.

د پاکستان سترې محکمې امر کړی، چې د دغه هېواد پخوانی پوځي واکمن جنرال پروېز مشرف دې د واکمنۍ پر مهال د خیانت کولو په تور محکمې ته حاضر شي.

د دوشنبې په ورځ په ستره محکمه کې قاضایانو پر هغې عریضې غور وکړ چې د پخواني ولسمشر محاکمه له دې امله غواړي چې ولې یې په ۲۰۰۷ کال کې بیړنی حالت اعلان کړ و او قاضیان یې نیولي وو.

سترې محکمې د ښاغلي مشرف د محاکمه کولو حکم په داسې حال کې وکړ چې هغه ته د راتلونکې میاشتې په انتخاباتو کې د دریدو اجازه هم ورکړل شوه. خو پر هغه له هېواده د وتلو بندیز لګول شوی دی.

متقاعد جنرال پرویز مشرف چې له ۱۹۹۹ کال څخه تر ۲۰۰۸ کال پورې په واک کې و له تېرو څو کلونو راهیسې په دوبۍ او لندن کې اوسیده.

سره له دې چې د ده پرضد یو لړ دوسیې له مخکې نه وې هغه څو ورځې وړاندې هېواد ته ستون شو چې د مئ د میاشتې د یولسمې نیټې په ټاکنو کې برخه واخلي.

هغه قانون پوهان چې د ښاغلي مشرف د واکمنۍ پرمهال نیول شوي وو وايي جنرال مشرف د عدلیې چارو د لوړ رتبه کارکونکو په نیولو له هېواد سره خیانت کړی او باید محاکمه شي.

دغه راز پر هغه تور دی چې د پخوانې صدراعظمې بینظیر بوټو د امنیت په ساتلو کې پاتی راغلی و او د دې ترڅنګ د پخواني بلوڅ مشر نواب اکبر بکټي د وژلو پړه هم پرې اچول شوې ده.

که څه هم د پاکستان پخواني ولسمشر متقاعد جنرال پرویز مشرف پر لګول شوي تورونه بي بنسټه بللي او وايي چې تر شاه یې سیاسي انګیزه ده سترې محکمې ښاغلي مشرف ته حکم کړی چې د سه شنبې په ورځ محکمې ته حاضر شي.

ځیني رپوټونه وايي چې د پوښتنو ځوابولو لپاره به په خپله پرویز مشرف محکمې ته نه حاضرېږي.

ورته مطالب