" شمالي کوریا ښايي څلورمه اتومي ازموینه وکړي "

Image caption دغسې یو حالت د دې هېواد له وروستۍ اټومي ازموینې وروسته هم لیدل شوی و.

د سوېلي کوریا حکومت وايي، داسې نښې نښانې شته چې شمالي کوریا ښايي د څلورمې اټومي ازموینې لپاره چمتووالی نیسي.

د یووالي وزیر ریو کېل یوې پارلماني غونډې ته وویل، چې د شمالي کوریا د پونګایري په اټومي تاسیساتو کې ګړندي فعالیتونه لیدل شوي دي. دغسې یو حالت د دې هېواد له وروستۍ اټومي ازموینې وروسته هم لیدل شوی و.

د سوېلي کوریا د دفاع وزارت یوه ویاند کیم مین سیوک وویل، د څلورمې ازموینې ګواښ له تېرې څه مودې راهیسې موجود دی.

" موږ تاسې ته له تېرې فبرورۍ میاشتې راهیسې په غونډو کې ویلي، چې شمالي کوریا په سوېلي او لویدیځو تونلونو کې د اټومي ازموینې لپاره چمتووالی بشپړ کړی دی. حالت هماغسې پر خپل ځای پاتې دی."

له دې مخکې د امریکا د دفاع وزارت چارواکو وویل، چې د بین البراعظمي توغندي هغه ازموینه ځنډول شوې، چې ټاکل شوې وه، راتلونکې اونۍ تر سره شي.

(منټ مین ۳) نومي دغه ازموینه له دې کبله ځنډول شوې، چې شمالي کوریا ورڅخه ناسم تعبیر وا نخلي.

شمالي کوریا په دې وروستیو کې پر امریکا د اتومي برید د ګواښ تر څنګ اعلان وکړ، چې له جنوبي کوریا سره د جګړې په حالت کې ده او دغه راز یې د خپل تړل شوي اتومي کارځای د بېرته پرانیستلو اعلان وکړ، چې د ملګرو ملتو د پرېکړه لیکونو سرغړاوی دی.

د جنوبي کوریا د بهرنیو چارو وزیر د پنجشنبې په ورځ قانون جوړوونکو ته وویل، چې شمال یو توغندی ختیځ ساحل ته لېږدولی. دا هغه سیمه ده، چې له دې مخکې په کې پوځي ازموینې تر سره کېدې.

د جمعې په ورځ ناتایید شویو رپوټونو کې وویل شول، چې شمالي کوریا دوه توغندي له لېږد وروسته پر لانچرونو ځای پر ځای کړل.

ورته مطالب