" کوریا کې کوچنۍ تېروتنه حالت له کابو بهر کولی شي"

Image caption بان کې مون یو ځل بیا له شمالي کوریا غوښتي، چې له پاروونکو څرګندونو لاس واخلي.

د ملګرو ملتو عمومي منشي بان کي مون خبرداری ورکړی، چې په کوریا ټاپو وزمه کې به یوه کوچنۍ تېروتنه حالت له کابو بهر کړي.

بان کې مون یو ځل بیا له شمالي کوریا غوښتي، چې له پاروونکو څرګندونو لاس واخلي او له جنوبي کوریا سره خپله ګډه صنعتي سیمه پرانیزي.

د سې شنبې په ورځ (اپریل ۸) د شمالي کوریا دولتي خبري اژانس په رپوټ کې وویل شو، چې پیونګ یانګ جنوبي کوریا کې بهرنیو شرکتونو، سازمانونو او سیلانیانو ته ویلي، چې د ځان د خوندیتوب لپاره دغه هېواد پرېږدي.

د دولتي خبري اژانس (کې سي این کې) په رپوټ کې د شمالي کوریايي مقاماتو له قوله ویل شوي وو، چې دوی نه غواړي د وسله والې نښتې له امله بهرنیانو ته زیان واوړي.

روم کې له خبریالانو سره د خبرو پر مهال د ملګرو ملتو عمومي منشي وویل، یوه کوچنۍ تېروتنه یا ناسمه انګېرنه داسې حالت رامنځ ته کولای شي، چې د ټولو له کابو بهر شي.

له دې مخکې شمالي کوریا په خپل هېواد کې بهرنیو دیپلوماتانو ته خبرداری ورکړی و، چې که جګړه پېښه شي، نو دوی یې د خوندیتوب ضمانت نه شي کولای.

بل لور ته جاپان ویلي، چې توکیو کې یې توغندي ضد سیسټم ځای پر ځای کړی دی. د جاپاني چارواکو په خبره دوی دغه اقدام د شمالي کوریا له توغندویزې ازموینې وروسته تر سره کړی.

له دې مخکې د شمالي کوریا کار کوونکي ګډې صنعتي سیمې ته د کار لپاره حاضر نه شول. دغې سیمې کې د جنوبي افریقا بېلابېلو کمپنیو تر۵۰ زره ډېر کوریايي کارکوونکي په دندو ګومارلي.

تېره اونۍ شمالي کوریا د جنوبي کوریا کار کوونکو ته اجازه ور نه کړه ، چې دغې سیمې ته ننوځي. دغه اقدامات د دواړو هېوادونو تر منځ د ترینګلو اړیکو په لړ کې د زیاتوالي نښې نښانې بلل کېږي.

ورته مطالب