ایران کې زوروره زلزله شوې، اټومي بټۍ خوندي ده

Image caption ايران د ځمکې پر يو ستر خوځنده رګ پروت دی، چې تل يې ځمکه له لړزو او زلزلو سره مخامخ وي.

د ايران بوشهر ښار ته نژدې چې د دغه هېواد د اتومي انرژۍ يوازينۍ بټۍ په کې ده، زلزلې لږترلږه ۳۷ کسان وژلي او څه د پاسه ۸۵۰ نور يې ټپيان کړي دي.

د رېکټر په کچه ۶،۳ درجې زوروره زلزله تر دوبۍ، ابوظبۍ او بحرين پورې لرې هم احساس شوې ده. له ځپل شوې سيمې انځورونه ډېرې نړېدلې ودانۍ ښيي. د ايران سرې مياشتې اداره وايي دوه کلي په بشپړه توګه ويجاړ شوی دي.

د ژغورنې ډلې اغېزمنې شوې سيمې ته استول شوې، خو د شپې تيارې د ژغورنې کارونو پر وړاندې خنډ جوړ کړی و.

د امريکا ځمک پېژندنې ادارې ويلي زلزلې په بوشهر کې د ايران د اټومي انرژۍ يوازينۍ بټۍ، جنوب لور ته ۹۰ کيلو متره لرې سيمه لړزولې ده.

خو ايراني چارواکو ويلي اټومي بټۍ نه ده اغېزمنه شوې او په عادي توګه کار کوي.

زلزله د خلیج نورو سيمو دوبۍ، ابوظبۍ او بحرين کې هم احساس شوې ده. د بوشهر والي فريدون حسنوند د ايران ټیلوزيون ته د زلزلې له امله د مرګ ژوبلې او زيان معلومات ورکړل:

" زلزله ۴ بجې او ۲۲ دقيقې وشوه، چې له بده مرغه تر اوسه زموږ د ولايت ۳۲ کسان په کې مړه شوي او شاوخوا ۸۵۰ کسان پېښه کې ټپيان شوي، د ۷۵۰ کسانو يې درملنه شوې او رخصت شوي، پاتې نور د ولايت روغتونو ته لېږدول شوي چې د بوشهر روغتون هم په کې دی. شاوخوا ۷۰۰ ودانۍ سل په سلو کې ويجاړې شوې، او شاوخوا ۱۰۰ نورې له ۲۰ تر ۵۰ سلنې ويجاړې شوې دي."

باور دی شاوخوا ۱۰ زره خلک د اغېزمنې شوې سيمې په څه د پاسه ۵۰ کليو مترۍ کې اوسي، چې دوه يې د راپورنو له مخې له ځمکې سره برابر شوی دي.

زلزله پېژوندونکي وايي زلزله د بوشهر جنوب له کاکي ښارګوټي سره نژدې تر ځمکې لاندې ۱۰ کيلو متره ژوره شوې ده. بوشهر په خپله د خليج پر غاړه ساحلي ښار دی، چې د ايران يوازينۍ اټومي بټۍ هم په دغه سيمه کې ده.

بوشهر کې د ايران د زلزلې څارنې مرکز چې له تهران پوهنتون سره تړاو لري زلزله د رېکټر په کچه ۶،۱ درجې ثبت کړې ده. له زلزلې وروسته ۱۰ نورې لړزې هم شوې، چې تر ټولو ځواکمنه يې د رېکټر په کچه ۵،۴ درجې، يو ساعت وروسته وشوه چې ډېر خلک ورسره سړکونو ته ووتل.

دولتي رسنيو ويلي ټیليفوني کرښې د زلزلې او هم ورپسې لړزو له امله پرې شوې دي. د بوشهر والي وويل اټومي بټۍ ته زيان نه دی رسېدلی.

ايران د ځمکې پر يو ستر خوځنده رګ پروت دی، چې تل يې ځمکه له لړزو او زلزلو سره مخامخ وي. په ۲۰۰۳ کال کې چې په بام ښار کې زلزله وشوه، څه د پاسه ۲۵ زره خلک يې ووژل.

ورته مطالب