جنرال مشرف نن محکمې ته حاضرېږي

Image caption متقاعد جنرال پرویز مشرف له تېرو څو کلونو راهیسې په دوبۍ او لندن کې اوسیده.

د پاکستاني پخواني پوځي واکمن متقاعد جنرال پروېز مشرف ویلي، د هېواد د اساسي قانون معطل کولو او بېړنیز حالت اعلانولو په اړه یې د هغه مهال له حالت سره سمه او پر ځای پرېکړه کړې وه.

اسلام اباد کې له بي بي سي سره د خبرو پر مهال نوموړي وویل، چې د خپل هېواد پر محکمه بشپړ باور لري او دی هیله مند دی، چې په ټاکنو کې د برخه اخیستو حق به ورڅخه نه اخیستل کېږي.

د نوموړي په خبره:

"هغه وخت حالت داسې و، چې د یوه پیاوړي جمهوري نظام د ټینګښت لپاره مې هڅه او هاند کول، دې لړ کې یو څه ګامونه پورته شول، دا هر څه د تاریخ برخه دي او محکمې ته به وړاندې شي."

کله چې له نوموړي وپوښتل شول، چې محکمې بهر ته د نوموړي پر تلو بندیز لګولی، ایا ده ته دا پرېکړه د منلو ده، نو هغه وویل:

"زه هېواد ته ټاکنو کې د برخه اخیستو او دلته د اوسېدو لپاره راغلی یم، که بهر ته زما پر تلو د بندیز خبره وي، نو زه پرې هېڅ اعتراض نه لرم."

د پاکستان سترې محکمې امر کړی، چې پروېز مشرف دې د واکمنۍ پر مهال د خیانت کولو په تور محکمې ته حاضر شي.

بل لورته ځیني رپوټونه وايي چې د پوښتنو ځوابولو لپاره به په خپله پرویز مشرف محکمې ته نه حاضرېږي.

د دوشنبې په ورځ په ستره محکمه کې قاضایانو پر هغې عریضې غور وکړ چې د پخواني ولسمشر محاکمه له دې امله غواړي چې ولې یې په ۲۰۰۷ کال کې بیړنی حالت اعلان کړ و او قاضیان یې نیولي وو.

سترې محکمې د ښاغلي مشرف د محاکمه کولو حکم په داسې حال کې وکړ چې هغه ته د راتلونکې میاشتې په انتخاباتو کې د دریدو اجازه هم ورکړل شوه. خو پر هغه له هېواده د وتلو بندیز لګول شوی دی.

متقاعد جنرال پرویز مشرف چې له ۱۹۹۹ کال څخه تر ۲۰۰۸ کال پورې په واک کې و له تېرو څو کلونو راهیسې په دوبۍ او لندن کې اوسیده.

سره له دې چې د ده پرضد یو لړ دوسیې له مخکې نه وې هغه څو ورځې وړاندې هېواد ته ستون شو چې د مئ د میاشتې د یولسمې نیټې په ټاکنو کې برخه واخلي.

هغه قانون پوهان چې د ښاغلي مشرف د واکمنۍ پرمهال نیول شوي وو وايي جنرال مشرف د عدلیې چارو د لوړ رتبه کارکونکو په نیولو له هېواد سره خیانت کړی او باید محاکمه شي.

دغه راز پر هغه تور دی چې د پخوانې صدراعظمې بینظیر بوټو د امنیت په ساتلو کې پاتی راغلی و او د دې ترڅنګ د پخواني بلوڅ مشر نواب اکبر بکټي د وژلو پړه هم پرې اچول شوې ده.

که څه هم د پاکستان پخواني ولسمشر متقاعد جنرال پرویز مشرف پر لګول شوي تورونه بي بنسټه بللي او وايي چې تر شاه یې سیاسي انګیزه ده سترې محکمې ښاغلي مشرف ته حکم کړی چې د سې شنبې په ورځ محکمې ته حاضر شي.

ورته مطالب