ککړه هوا تر ایډز او ملریا ډېر خلک وژني

بیجینګ د انځور حقوق AP
Image caption بیجینګ کې هوا دومره ککړه شوې، چې وګړي یې ځانونو ته لوی ګواښ بولي.

د ملګرو ملتونو چارواکو ویلي، چې د ایډز او ملریا ناروغیو پرتله، په نړۍ کې د ککړې هوا له کبله ډېر کسان مري، چې په وینا یې تر ۲۰۳۰ کال پورې به د هوا د پاکېدو له کبله دغه شمېره ډېره راټيټه شي.

د ملګرو ملتونو چارواکو ویلي، چې په نړۍ کې د ایډز او ملریا ناروغیو پرتله د ککړې هوا له کبله ډېر وګړي مړه کېږي.

دوی وايي، اوس نړیوالې هڅې دا دي، چې تر ۲۰۱۳ کال پورې د نړۍ هوا ډېره پاکه شي، چې په دې سره به د ککړې هوا له کبله رامنځ ته کېدونکې ناروغۍ کمې او د مړه کېدونکو وګړو په شمېر کې کمښت راشي.

ملګري ملتونه وايي، د ډیزلي ماشینونو په پرتله له لمرینې برېښنا او د برېښنا لپاره له اوبو د جوړو شویو سیستمونو په ډېرېدو سره د هوا ککړتیا مهار کېدای شي او د انسان روغتیا ته ډېره ګټه لري.

نژدې دوه سوه هېوادونه د نړۍ د هوا او چاپېریال پاکولو په چاره کې بوخت دي، او د ککړې هوا ډېرېدوونکي غاز د له منځه وړلو لپاره په ګډه کار کوي.

۲۰۱۳

د ملګرو ملتونو د صنعت او ودې د ادارې مشر کاندیه یومکیلا په اوسلو کې خبري غونډې ته ویلي، چې تر ۲۰۳۰ کال پورې به ملګري ملتونه د چاپېریال پاکوالي لپاره ډېر اهداف وټاکي.

نوموړی وايي، چې د ککړې هوا له کبله د اېډز او ملریا ناروغیو پرتله ډېر وګړي مري.

د ککړې هوا ډېر قرباني کېدونکي هغه کسان دي، چې په کورونو کې لرګي سیځي او یا هم له لوګي لرونکو سون توکو ګټه اخلي.

دی وايي، چې تر ډېره په دغو قربانیانو کې ښځې او ماشومان شامل دي.

یومکیلا وايي، شاید د ملګرو ملتونو د ۲۰۳۰ کال لپاره د ټاکل شویو اهداف لپاره هڅې د ککړې هوا د قرباني کېدونکو شمېر نیمايي ته راټيټ کړي.

په ۲۰۱۲ کال کې د نړیوالې روغتیايي سازمان یوې پلټنې ښودلې ده، چې هر کال د کورنۍ ککړې هوا له کبله ۳.۵ میلیون وګړي مري او له کور بهر د چاپېریال د ککړتیا له کبله ۳.۳ کسام مړه کېږي.

دغې پلټنې دا هم ویلي وو چې زهرجنې کوچنۍ ذرې د ګردو د التهاب او سرطان په څېر ناروغیو سبب کېدای شي.

د روغتیا نړیوال سازمان د عامې روغتیا او چاپېریال ساتنې د چارو ادارې مدیرې ماریا نیرا رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې "مخکې دغې ستونزې ته چندان پام نه کېده، خو اوس ټولو ته په ډاګه شوې ده، چې د لوګي له کبله د هوا ککړتیا له بیجینګ پیل تر مکسیسکو سیټي پورې رسېږي".

د ملګرو ملتونو رپوټونه وايي، چې په ۲۰۱۱ کال کې د ایډز ناروغیو له کبله د مړینې کچه ۱.۷ میلیون ته رسېدلې وه، خو په ۲۰۱۰ کال کې ملریا ناروغۍ نژدې ۶۶۰ زره کسان وژلي وو.