"د سوریې هوايي بریدونو کې ملکیان په نښه کېږې"

Image caption د بشري حقونو څار ډلې پر ياغيانو هم نيوکه کړې چې په ګڼ مېشتو سيمو کې د خپلو مرکزونو د نه جوړولو بشپړه هڅه يې نه ده کړې.

د بشري حقونو د څار ادارې د سوريې حکومت مخالفو پر سيمو د پوځي الوتکو د بريدونو په تړاو په خپلې يوې تر ټولو هر اړخيزې څېړنې کې، پر حکومت تور لګولى چې پر ولسي وګړو يې بې توپيره او ځينې مهال قصدي بريدونه کړي چې جنګي جرمونو سره اړخ لګوي.

د دغې ادارې پلټونکو پر ۵۰ بېلابيلو ځايونو د شويو بريدونو په اړه چې په کې ولسي وګړي وژل شوي دي اسناد ټول کړي.

د سوريې هوايي ځواکونه د تېرکال په جولاى کې د ياغيانو پر ضد جګړه کې ښکېل شول او د بشري حقونو د څار ادارې په وينا، دغو ځواکونو له هغه مهاله راهيسې، په يو يا بل ډول ، په ورځنۍ توګه د سوريې په لر او بر کې بريدونه کړي دي او دا هم پټه نه ده چې دير شمېر ولسي وګړي د بريدونو قربانيان دي.

د يادې ادارې دغه څېړنه تر اوسه د داسې کړنو په اړه چې د فعالينو په وينا له امله يې لږ ترلږه ٤٣٠٠ ولسي وګړي وژل شوي، د اسنادو راغونډولو تر ټولو لويه هڅه ده.

څېړونکي د سوريې په شمال کې د مخالفينو د ولکې په سيمو کې ٥٠ داسې ځايونو ته ورغلي چې ورباندې هوايي بريدونه شوي او په کې څه د پاسه ١٥٠ ولسي وګړي وژل شوي.

په دغو ځايونو کې د ياغيانو د مړينې شمېره صفر او يا هم خورا زياته کمه ده.

د بشري حقونو څار اداره د سوريې پر پوځ تور لګوي چې لږ تر لږه يې اته ځله په نانوايانو کې ولسي وګړي چې د ډوډۍ اخيستو لپاره په ليکه ولاړ و په لوى لاس په نښه کړي دي.

دغې ادارې زياته کړې چې پر دوو روغتونونو بيا بيا هوايي بريدونه شوي دي. خو ډېرى ولسي وګړي په هغو بريدونو کې وژل شوي چې له تفکيک پرته له چورلکو نه لوى بېلري بمونه پرې غورځول شوي چې د بشري حقونو د څار ډله وايي دا کړنه جنګي جرم بلل کېږي.

د غه اداره يواځې په دې توانېدلې چې د سوريې له دريو ولايتونو اسناد ټول کړي او منښته کوي چې دا د انځور يواځې يوه کوچنۍ برخه ده.

د بشري حقونو څار ډلې پر ياغيانو هم نيوکه کړې چې په ګڼ مېشتو سيمو کې د خپلو مرکزونو د نه جوړولو بشپړه هڅه يې نه ده کړې.

د دې ادارې چارواکي وايي خو دا د حکومت هغه مسووليت ته د پاى ټکى نه ږدي چې بايد ولسي وګړو ته د مرګ ژوبلې د اوښتو مخنيوى وکړي.

ورته مطالب