جان کېري د کوریا ترمنځ کړکېچ ختمول غواړي

Image caption شمالي کوریا ویلي، چې پوځيان یې جګړې ته د تیارسئ په حالت کې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري وايي چین کولای شي د کوریا ټاپو وزمه کړکیچ په پای ته رسولو کې حیاتي رول ولوبوي.

او هیله یې ښوولې له اړوند چارواکو سره د خبرو له لارې به وکولای شي چې اوسنی کړکیچ له منځه یوسي.

د امریکا د بهرنیو چاو وزیر جان کیري وايي امریکا به شمالي کوریا د یوه اټومي ځواک په توګه ونه پیژني. هغه جنوبي کوریا ته سفر پر مهال وویل د شمالي کوریا وروستۍ څرګندونې د منلو وړ نه دي. او که اړتیا وي نو واشنګټن به له خپلو متحدینو دفاع وکړي.

ښاغلی کیري به تر جنوبي کوریا وروسته چین او جاپان ته هم سفر وکړي. چې د کوریا د ټاپو وزمه په اړه له چینايي او جاپاني چارواکو سره خبرې وکړي.

ښاغلی کیري وايي چین کولای شي ددغه کړکیچ په پای ته رسولو کې حیاتي رول ولوبوي.

د ښاغلي کیري په وینا د نړۍ هیڅ هېواد د چین په شان له شمالي کوریا سره نژدې اړیکې نه لري. چین په دغه ځای کې د زیات بدلون توان لري

چین چې په سیمه کې د شمالي کوریا یو ټینګ ملګری بلل کیږي هم د شخړې د هواري غوښتونکی دی.

د چین د بهرنیو چارو وزرات ویاند هونګ لي د کړکیچ د آرامولو لپاره د خبرو غږ کړی دی.

ښاغلی هونګ لي وايي د کوریا د اټومي مسلې په اړه د چین دریځ روښانه دی، چین د کوریا په ټاپووزمه کې د سولې د ټینګېدو ملاتړ کوي او د هغوی د اټومي وسلو د مخنیوي لپاره پر خبرو او مشورې ټینګار کوي. پروا نه کوي چې هلته په حالاتو کې څه بدلونونه راځي، خو دوی به له خپلې دغې لارې ملاتړ کوي.

تر دې وړاندې شمالي کوریا ویلي وو، چې خپل وسله وال ځواک ته یې پر امریکا د اټومي وسلو د احتمالي کارونې په ګډون د بریدونو وروستۍ تاییدي ورکړې ده.

که څه هم چین له شمالي کوریا سره خپلې اړیکې عادي بولي خو د شمالي کوریا د اټومي آزموینو سره مخالفت ښيي.

Image caption د ښاغلي کیري په وینا د نړۍ هیڅ هېواد د چین په شان له شمالي کوریا سره نژدې اړیکې نه لري. چین په دغه ځای کې د زیات بدلون توان لري.

بل پلو چین په سیمه کې د امریکا د پوځي شتون غوښتونکی نه دی او بیجینګ نه غواړي چې له پولو سره یې یوه ستره جګړه رامنځ ته شي.

د کوریا له بېلتون او بیا د ۱۹۵۰ څخه تر ۱۹۵۳ کال پورې د دواړو خواوو ترمنځ د جګړې پر مهال چین د شمالي کوریا ملاتړ وکړ. او چین د شمالي کوریا د اقتصادي او دیپلوماتیک ملاتړ اصلي سرچینه هم بلل کیږي.

دغه راز روسیې هم په دې وروستیو کې ویلي دي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له پرېکړو د شمالي کوریا سرغړونه ورته د منلو نه ده.

ورته مطالب