جان کیري د کوریاګانو ترمنځ کړکېچ ختمول غواړي

جان کیري په سیول کې د جنوبي کوریا له ولسمشرې پارک جین هي سره.
Image caption جان کیري په سیول کې د جنوبي کوریا له ولسمشرې پارک جین هي سره.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د اسیايي سفر په لومړي پړاو کې جنوبي کوریا ته رسېدلی، چې په لړ کې به چین وهڅوي، چې شمالي کوریا له دښمنانه ویناوو راوګرځوي.

نوموړی به په دې درې وځني سفر کې تر چین وروسته جاپان ته روان دی.

شمالي کوريا په وروستيو اوونيو کې بيا بيا د جګړې خبرداری ورکړی او امريکا او جنوبي کوريا د توغندي د ممکنه ازموينې په اړه د تيارسۍ په حال کې دي.

له ښاغلي کیري سره یوه مل جګپوړي امریکايي چارواکي خبریالانو ته ویلي، چین د شمالي کوریا په ټاپو وزمه کې د اوسنۍ شخړې د له منځه وړلو لپاره ډېر څه کولای شي.

په دغه ټاپو کې د دواړو کوریاګانو ترمنځ وروسته تر هغو کړکېچ زیات شو، چې شمالي کوریا په تېره فبرورۍ کې اتومي ازموینه وکړه.

دغه چارواکي ویلي "چین په ټیکاو کې لوی رول لوبولی شي، او د شمالي کوریا د کرارولو لپاره هرڅه کولای شي. شمالي کوریا د ثبات ضد کارونه کوي".

کیري سیول ته داسې مهال تللی، چې د امریکا د پوځ استخباراتي سازمان په یوه راپور کې ویلي، چې پیونګ یانګ د اتومي سرګلولې لرونکي بالیستیکي توغندیو جوړولو توان لري، خو بیا وروسته دغه راپور ځینو رد کړ.

په سیول کې د بي بي سي خبریاله لوسي ویلیامسن وايي، دا ډول خبرونه د شمالي کوریا پر وړاندې د امریکا متحده ایالتونو هغه سیاست بدلوي، چې په تېرو شلو کلونو کې بل ډول و.

امریکا غواړي، چې په هره طریقه وي، پیونګ یانګ له اتومي وسلو جوړولو راوګرځوي.

بل خوا، د امریکا د دفاع وزارت پنتاګان دا ډول راپور کمزوری بللی او وايي چې "دا به ددقت کار نه وي، چې وویل شي، د شمالي کوریا نظام ازموینې بشپړې کړې او د اتومي وسلو جوړولو په درشل کې ده".

د جنوبي کوریا د دفاع وزارت ویلي، باور نه کوي، چې شمالي کوریا به د اتومي سرګلولو لرونکو توغندیو په جوړولو کې بریالي وي.

د وزارت ویاند کیم مین سوک ویلي "زموږ د پوځي کارپوهانو شمېرې ښيي، چې شمالي کوریا لاهم د دا ډول توغندیو پر جوړولو نه ده توانېدلې".

ورته مطالب