د زبر زنا د مخنیوي لپاره د جي ۸ هېوادونو نوښت

Image caption جنسي تاوتريخوالى د نه اټکل وړ ځور او کړاو رامنځ ته کوي او د جگړې اور ته لمن وهي. ويليم هېگ

د نړۍ اتو لويو صنعتي هېوادونو د جگړې پر مهال جنسي تيريو پرضد د ٣٥ ميليونه ډالرو په ارزښت يو نوښت پيل کړى.

دغه پيسې به د پېښو په تړاو د اسناد ټولولو او قربانيانو ته په حقوقي ډگر کې د مرستې برابرولو او او د سوله ساتو ځواکونو د روزنې لپاره وکارېږي، چې جنسي تاوتريخوالي ته څنگه ځواب ووايي.

په لندن کې د جي اته هيوادونو د بهرنيو چارو د وزيرانو په غونډه کې د برتانيا د بهرنيو چارو وزير ويليم هېگ وويل جنسي تاوتريخوالى د نه اټکل وړ ځور او کړاو رامنځ ته کوي او د جگړې اور ته لمن وهي.

د پاملرنې نړيوالې موسسې د دغه نوښت په رامنځ ته کولو کې د برتانيا د بهرنيو چارو وزير ته له نږدې سلا مشورې ورکولې.

د دغې ادارې اجرايوي مشر جفري دېنېس چې په کنفرانس کې يې حضور درلود، بي بي سي ته وويل دغه راز يوۀ باور ته چې گواکې زبرزنا د جگړې يوه مشروع وسله ده، د پاى ټکى ايښوول خورا مهم دي. نوموړى وايي:

"اړتيا ده چې ډېر کسان د قضا منگولو ته وسپارل شي. دا ډېره ډارونکې ده، ما وړاندې د جگړې پر مهال په پخوانۍ يوگوسلاويا کې کار کړى، په سوماليا کې، په روندا کې او ما ليدلي چې داسې ډېرې پېښې رامنځ ته شوي. سړي داسې فکر کوي چې زبر زنا د دوى حق دى. دا ډېره ډارونکې ده."

ښاغلى دېنېس زياتوي د زبرزنا د پېښو قربانيان له سخت روحي فشار او کړاو نه د وتلو، او عدالت مخې ته د تېري کوونکو د درولو لپاره ډېر زيات ملاتړ ته اړتيا لري. د پاملرنې د نړېوالې ادارې مشر وايي د دغه باور د ختمولو لپاره چې گواکې زبر زنا د جگړې برخه ده د جي اته د هېوادونو له لوري شوې ژمنه پرسم لوري يو گام دى.

بل لوري ته د ملگرو ملتونو ځانگړې استازې د هالي وود فلمي ستورې انجلينا جولي، چې د برتانيا د بهرنيو چارو له وزير ويليم هېگ سره يې د جگړې د مهال جنسي تيريو پرضد هلې ځلې کړي په لندن کې يوې خبري غونډې ته وويل دا يواځې د مېرمنو او يا بشري موضوع نه، چې يوه نړېواله مسله ده.

ورته مطالب