السیسي د مصري پوځ سرغړونې نه مني

Image caption د پاڅون په یایله او بیا ټاکنو کې د اخوان المسلمین غړی محمد مرسي ولسمشر شو.

د مصر د دفاع وزیر عبدالفتاح السیسي هغه ادعاوې رد کړي چې وايي د مصر پوځ په دغه هېواد کې د پخواني ولسمشر حسني مبارک د رژیم پرضد د پاڅون پرمهال د مظاهره کوونکو پر حقونو تېری کړی دی.

له ولسمشر محمد مرسي سره یوې ګډې خبرې غونډې ته جنرال السیسي ویل پوځ ملکیان نه دي وژلي او خبرداری یې ورکړ چې څوک دې د پوځ نوم نه بدوي:

''زه پر خدای قسم کوم چې د جنورۍ د میاشتې له ۲۵ چې پاڅون پیل شو تراوسه پورې وسله والو ځواکونو ملکي کسان نه دي وژلي او نه یې هم د وژلو امر کړی. نه یې د دښمن په ګټه کار کړی او نه یې د دې کار امر، نه یې خیانت کړی او نه یې د خیانت امر''.

''هغو کسانو ته چې د رسنیو له لارې زما غږ اوري وایم مخکې له هغه چې له خپل پوځ سره خیانت کوئ دا په پام کې ولرئ چې ستاسو پوځ ریښتنی، ژمن او ملتپال دی. زموږ پوځیان او افسران د ناوړه چلند له ادعاوو ډېر اغېزمن شوي دي''.

په مصر کې د پاڅون پرمهال له ۸۰۰ ډېر کسان ووژل شول چې تر ډېره یې پړه پر پولیسو اچول کېږي.

یو سند چې د ګارډین ورځپاڼې ترلاسه کړی و د تېر کال په وروستیو کې ولسمشر مرسي ته وسپارل شو چې په روښانه توګه یې ویل چې وسله والو ځواکونو له مظاهره کوونکو سره ناوړه چلند کړی دی.

پرون د بشري حقونو د څار ډلې هم د مصري پولیسو او پوځ له خوا له مظاهره کوونکو سره د ناوړه چلند په هکله د یوه بشپړ رپوټ غوښتنه وکړه.

د منځني ختیځ لپاره د نوموړې ډلې مرستیال مشر ندیم هوری وايي که د عدلیې دلایلو له امله ځیني معلومات نه په ډاګه کېږي هم هغه کورنۍ چې عزیزان یې وژل شوي د دې حق لري چې پر حقایقو پوه شي چې څه پیښ شوي وو.

ولسمشر مرسي ته په سپارل شوي رپوټ کې شواهد وړاندې شوي چې د تحریر له ډګره نیول شوي مظاهره کوونکي پوځي زندان ته له بېولو د مخه په نژدې موزیم کې شکنجه شوي دي.

خو د مصر د دفاع وزیر په خدای قسم وکړ چې پوځ په دغه ډول کړنو کې ښکېل نه و.

ورته مطالب