جان کيري چین ته رسېدلی

Image caption د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د جنوبي کوریا پلازمېنې سیول ته د سفر پرمهال ویلي وو چې "د امریکا متحده ایالتونه او ملګري به له خپل ځانه د دفاع لپاره هر ګام واخلي، او په بیجینګ کې خبرې پر دې اړه کېږي، چې د جګړې لاملونه له منځه یووړل شي".

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري چین ته رسېدلی، چې د دغه هېواد له چارواکو وغواړي، چې د دواړو کوریاګانو ترمنځ د روان کړکېچ د له منځه وړلو لپاره هلې ځلې وکړي.

ښاغلی کیري له بیجینګ تمه لري، چې د شمالي کوریا د یوه لوی ملاتړي په رول کې هغه راضي کړي، چې له پیونګ یانګ څخه د جنوبي کوریا پرضد کړنو په اړه شمالي کوریا له دښمنانه ګواښونو راوګرځوي.

د سویلي کوریا پلازمېنې سیول ته په سفر کې ښاغلي کېري وویل د شمالي کوریا وروستي ګواښونه د منلو نه وو او خبرداری یې ورکړ چې په غالب ګومان د شمالي کوریا د توغندي برید به له مخکې خطرناک حالت نور هم خراب کړي.

هغه وویل که شمالي کوریا له نړیوالې ټولنې سره کړو ژمنو ته ژمن پاتي شي، امریکا ورسره خبرو ته چمتو ده:

''موږ چمتو یو، خو دا دې پورې تړلې ده چې شمالي کوریا هم چمتو ده چې هغه څه ترسره کړي چې پوهېږي باید ترسره یې کړي. یعنې نړیوالو مسوولیتونو ته غاړه ږدي او جدي خبرو په لور ګام واخلي چې د کوریا ټاپو وزمه له اتومي وسلو پاکه شي''.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه چې د نړیوالې ټولنې حوصله مخ په ختمیدو ده.

دغه راز روسیې هم اندیښنه څرګنده کړې او په جدي ډول یې له شمالي کوریا غوښتنه کړي چې له هر هغه ګام نه لاس واخلي چې کولای شي د کوریا په ټاپوزمه کې کړکیچ لا ډېر کړي.

تر کتنې وړاندې، ښاغلي کیري ټینګار کړی، چې د امریکا متحدو ایالتونو او چین د غندنې سیاست ډېر فعال او اغېزناک ښکاري.

اسیا ته د ښاغلي کیري دغه سفر داسې مهال پیل شوی، چې ویل کېږي، چې پیونګ یانګ د یوه توغندي توغولو ته چمتووالی نیسي.

د امریکا متحده ایالتونه ټینګار کوي، داسې هېڅ دلیل نه شته، چې شمالي کوریا اتومي توغندي وتوغوي.

د کیم جونګ ملاتړ

د شمالي کوریا له لوري په ځینو دښمنانه ویناوو کې راغلي، چې ګني توغندي توغوي، چې کره نېټه یې د روانې اپرېل ۱۵ ورته ټاکلې ده.

نوموړي دا څرګندونې د خپل حکومت د بنسټ اېښودونکي او مړه شوي ولسمشر کیم ال سونګ د ۱۰۱ کلیزې په مناسبت کړې دي.

تر هغو وروسته چې ملګرو ملتونو په تېره فبرورۍ کې پر شمالي کوریا نوي بندیزونه ولګول، د دې هېواد مشرانو د اتومي توغندیو د سرکیو جوړولو او توغندیزو ازماینو هوډ وکړ.

شمالي کوریا له خپل ګاونډي جنوبي کوریا سره خپله سره پوځي کرښه وکښله او له ټولو بهرنیو ديپلوماتانو یې د خپل ځان د خوندیتوب په موخه له هېواده د وتلو غوښتنه وکړه، او وویل چې د هغوی د خوندیتوب ضمانت نه شي کولای.

Image caption اسیا ته د ښاغلي کیري دغه سفر داسې مهال پیل شوی، چې ویل کېږي، چې پیونګ یانګ د یوه توغندي توغولو ته چمتووالی نیسي.

که څه هم د شمالي کوریا وینا ډېره دښمنانه او د جګړې لپاره لمن وهل ګڼل شوي، خو شنون:ي وايي، د پیونګ یانګ کړنې له ډېر وخت راهیسې د ولسمشر کیم جونګ اون د ملاتړ لپاره تبلیغات کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د جنوبي کوریا پلازمېنې سیول ته د سفر پرمهال ویلي وو چې "د امریکا متحده ایالتونه او ملګري به له خپل ځانه د دفاع لپاره هر ګام واخلي، او په بیجینګ کې خبرې پر دې اړه کېږي، چې د جګړې لاملونه له منځه یووړل شي".

وړاندې د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر بارک اوباما هم ویلي وو، که چېرې د امریکا ضد هر راز ګام واخیستل شي، امریکا به د شمالي کوریا ضد هر ګام واخلي.

ورته مطالب