ای اېم اېف د سومالیا دولت په رسمیت وپېژاند

Image caption ولسمشر حسن شیخ محمد تېر کال په سوماليا کې واک ته ورسېد.

د پېسو نړیوال صندوق ای اېم اېف د سومالیا دولت وروسته له ۲۲ کالو په رسمیت وپېژانده. په دغه ګام سره هیله کېږي چې د سومالیا سره اړیکي بېرته ښې شي.

د پېسو نړیوال صندوق ای اېم اېف له سومالیا سره د ١٩٩٠ لسيزې په پېل کې په هغه هېواد کې د کورنۍ جګړې تر راټوکېدو وروسته اړيکي پرې کړې وې.

سوماليا د ١٩٦٢ کال را هيسي د پېسو نړیوال صندوق غړې وه خو د اوږدې مودې کورنۍ جګړې په پايله کې هلته مرکزي حکومت نه و موجود.

اى اېم اېف وايي د سوماليا د ولسمشر حسن شیخ محمد څخه د نړيوالې ټولنې تر پراخ ملاتړ او د نړيوالو بنسټونوله لوري د هغه هېواد په رسميت پېژندنه د دې لامل شوه چې له سوماليا سره اړيکي روغې کړي.

ولسمشر حسن شیخ محمد تېر کال په سوماليا کې واک ته ورسېد.

خو له اوسني اقدام سره د دوی ترمنځ د اړیکو د ښه کېدو لاره هواره شوه او د پېسو نړیوال صندوق به وکولای شي چې له سومالیا سره تخنیکي مرسته وکړي او د تګلارې په اړه مشوره ورکړي.

ای اېم اېف به سومالیا ته هله بیا پور ورکړي چې پخوانی پور چې شاوخوا ۳۵۰ میلیونه ډالر دی پرې کړي.

خو د دې پور پرې کول به د نړيوالې ټولنې د مرستې پرته شونى نه وي.

ورته مطالب