بلوچستان: د یوې اوونۍ اوږده اعتصاب اعلان

Image caption دې سازمانانو له بلوڅانو غوښتي، چې په ټاکنو کې برخه وانخلي.

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د بلوڅانو د ملت پاله ګوندونو ( بلوڅ ملي ایتلاف) په ټول ایالت کې د مې میاشتې له پنځمې تر ۱۱ د اعتصاب کولو اعلان کړی.

د دغه ایتلاف له لوري په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي، چې پرېکړه د ایتلاف په یوه غونډه کې وشوه، چې مشري یې د یاد ایتلاف مشر منان بلوڅ کوله.

په خبرپاڼه کې نه دي ویل شوي، چې دغه غونډه په کوم ځای کې وشوه، خو هدف یې د ټاکنو او پارلماني سیاست ناکامول بلل شوي دي.

د بلوڅانو له ملي ایتلاف سره سره بلوڅ ریپبلیکن ګوند او بلوچستان کې فعال توندلارو تنظیمونه هم د ټاکنو مخالفت کوي او وايي ټاکنې د بلوڅانو د ستونزو په هوارې کې مرسته نه کوي.

دې سازمانانو له بلوڅانو غوښتي، چې په ټاکنو کې برخه وانخلي.

بل لور ته د دې تنظیمونو د پرېکړې برعکس بلوچستان نیشنل ګوند(مینګل) او نیشنل ګوند په ټاکنو کې برخه اخلي.

دې دواړو ګوندو د ۲۰۰۸ په ټاکنو کې د برخې نه اخیستو اعلان کړی و.

که څه هم دغه دواړه ګوندونه په ټاکنو کې برخه اخلي، خو ځايي خبریال او د بلوچستان د حالاتو شنونکی انور ساجدي وايي د بلوڅ ملت پالو له لوري د یوې اونۍ اوږده اعتصاب پرېکړه به د ایالت په یو شمېر سیمو کې پر ټاکنو اغیز وکړي.

د نوموړي په خبره:

" د ټاکنو بهیر به تر ډېره حده اغیزمن شي، داسې یو شمېر سیمې شته، چې ښايي په کې رایې اچوونکي ان له کوره بهر و نه وځي او د رایې اچوونې مرکزونو ته لاړ نه شي، که حکومت په دې لړ کې کوم اقدام وکړي، نو څرګنده ده، چې پایلې به یې ښې نه وي، ټکرونه او تاوتریخوالي به شدت ومومي."

تر یوې اونۍ پورې د دکانونو بند ساتلو او ګاډو نه چلولو له اعتصاب سره سره بلوڅ ملتپاله ګوندونو د خبري چېنلونو سره د پرېکون اعلان هم په ځای ساتلی. دغه اییتلاف دوې میاشتې مخکې د خبري چینلونو سره د پرېکون اعلان کړی و.

ورته مطالب