نیکولاس مادورو د ونزویلا ولسمشر شو

نیکولاس مادورو
Image caption اټکل دی، چې نوی ولسمشر به د اپریل پر نولسمه د ولسمشرۍ لوړه وکړي، چې د واک موده به یې د ۲۰۱۹ کال تر جنورۍ پورې دوام وکړي.

د ونزویلا په ولسمشریزو ټاکنو کې نیکولاس مادورو بریالی شو دی.

د ټاکنو کمیسیون ویلي، چې مرستیال ولسمشر نیکولاس مادورو له سلو ۵۰.۶۶ رایې ګټلې دي، خو د هغه سیال هنریک کاپریلیس بیا ایله ۴۹.۰۶ رایې خپلې کړې دي.

د ټاکنو کمیسیون مشر تبیسای لوچینا یوې خبري غونډې ته په کاراکس کې وویل، چې "دغه پایلې قطعي دي، ولس خپله خبره وکړه".

په دې سره به مادورو د مړه شوي ولسمشر هوګو چاوېز پرځای د ونزویلا ولسمشر شي.

هوګو چاوېز تېره میاشت د سرطان اوږدۍ ناروغۍ له کبله مړ شو.

ټاکنې

د ونزویلا په ولسمشریزو ټاکنو کې نیکولاس مادورو د خپل سیال هنریک کاپریلیس، چې د میرانډا ایالت والي هم و، سیالي وکړه.

د دغه هېواد په ټاکنو کې نژدې ۱۹ میلیون کسانو رایې ورکړې.

چارواکو په ټول هېواد کې نژدې ۱۵۰ زره ځواکونه د امنیت ساتلو لپاره ګومارلي وو، چې له تېرې یوې اوونۍ راهیسې چمتووالی ورته نیول کېده.

چارواکو وېره ښودلې وه، چې ودې شي له بهره د ټاکنو پرمهال د هېواد د نارامه کېدو هڅې وشي.

مادورو، چې وړاندې ګاډی چلوونکی و، په ډېرې تېزۍ سره حکومتي څوکۍ ته ورسېد، بیا په ۲۰۰۶ کال د بهرنیو چارو وزیر او په ۲۰۱۲ کال کې د ولسمشر مرستیال وټاکل شو.

مادورو پخپلو انتخاباتي کمپاینونو کې ژمنه کړې وه، چې د ټولنیزو پروګرامو د پراختیا لپاره به د هېواد له نفتي زېرمو ډېره شتمني ترلاسه او دغه پروژې به پرې تطبیق کړي.

خو د هغه ټاکنیز سیال کاپریلیس مادورو په پټېدو تورن کړی، چې وايي، هېواد کې یې د جرمونو د خپرولو مخه نه ده نیولې او د بې وزلۍ له منځه وړلو لپاره یې هېڅ کار نه دی کړی.

کاپریلیس مادورو د رای اچونې د صندوقونو د پرانیستلو پرمهال د ټاکنیز قانون په سرغړونې تورن کړ، هغه دا چې د هېواد له ملي تلویزیون یې خپل کمپاین پیل کړی دی.

Image caption هنریک کاپریلیس بیا ایله ۴۹.۰۶ رایې خپلې کړې دي.

د هېواد ملي تلویزیون ځینې داسې انځورونه وښودل، چې مادورو په کې د هېواد د مړه شوي ولسمشر هوګو چاوېز قبر ته ورځي چې د کاپریلیس په وینا دا ډول عمل "د ټولو ټاکنیزو دودونو خلاف دی".

د ټاکنو څارونکې جرګه ګۍ ویلي، چې تېرې ټاکنې په شفافیت او ارامۍ ترسره شوې.

خو د ونزویلا پلازمېنه کې د بي بي سي خبریال ویل ګرانټ وايي، د دواړو کاندیدانو پلویانو په ډېره ارامه فضا کې رایې ورکړې.

اټکل دی، چې نوی ولسمشر به د اپریل پر نولسمه د ولسمشرۍ لوړه وکړي، چې د واک موده به یې د ۲۰۱۹ کال تر جنورۍ پورې دوام وکړي.

ورته مطالب