د امریکا په بوسټن کې چاودنو ۳ کسه وژلي

Image caption د ښار د مهم روغتون ډاکټران وايي چې ۱۹ ټپيان ور رسېدلي

د امریکا بوسټن پولیس وايي د ځغاستې له یوې لویې سیالۍ دوه ساعته وروسته دوې چاودنې شوې چې درې تنه یې وژلي او تر ۱۰۰زیات یې ټپي کړي دي.

د چاودنو لامل نه دی څرګند او سیمې ته ترهګرۍ ضد افسران رسېدلي دي.

دواړه چاودنې د امریکا بوسټن په مرکزي سیمه کې څو ثانیې تر منځ شوې دي.

لومړنۍ چاودنه په سیمه ییز وخت د ورځې په ۲:۵۰ بجې وشوه.

پولیس وایی درېیمه چاودنه هم د جان اېف کېنډي کتابتون ته نږدې شوې خو زیات جزیات یې نه دي ورکړي.

تر ځغاستې وروسته لا هم خلک پر سړک وو او د خلکو ګڼه ګوڼه زیاته وه.

ټلویزیوني انځورونو هغه لوګي ښوول چې پر سړک تر بیرغونو لاندې پورته کېدل.

یو ځغاستونکی لوېدلی او په کوم شي لګېدلی و.

څو ثانیې وروسته خلکو له ځایه د تيښتې هڅه کوله.

انځورونو د دویمې چاودنې لوګي ښوول چې په همدې سړک شوې ده.

د ښار د مهم روغتون ډاکتران وايي چې دوی ته ۱۹ ټپيان ور رسېدلي چې روغتیایی حالت یې نه دی ښوول شوی.

د بېړنيو چارو کارکوونکي سملاسي د پيښې ځای او ټپيانو ته رسېدلي دي.

داسې برېښېده چې په چاودنو کې زیات کسان ټپي شوي وي.

د چاودنې په ځای کې خځلې او ډبرې بريښېدې او وینې تر سترګو کېدې.

Image caption ولسمشر اوباما وویل نه پوهېږي چې دا برید چا او ولې کړی دی؟

ټپي شوي سیلانیان د سړک غاړې خوځنده روغتون ته چې له کېږدیو جوړ دی لېږدول شوي دي.

دا کېږدۍ د هغو ځغاستونکو خیال ساتي چې له منډو ستړي کېږي.

سيمې ته نږدې هوټلونه له مېلمنو تش شوي او تلویزیوني شبکې وايي چې سیمې ته د ترهګرۍ ضد مامورین رسېدلي دي.

ولسمشر اوبامه د بوسټن ښاروال او د ماساچوسټ والي ته ټېلېفون کړی او د هر ډول مرستې وړانديز یې کړی دی.

ولسمشر اوباما له پيښې وروسته په یوه ټېلویېزیوني وینا کې وویل نه پوهېږي چې دا برید چا او ولې کړی دی؟

نوموړي زیاته کړه د برید پړه به مومي او د قانون منګولو ته به یې سپاري.

ورته مطالب