عراق د ترهګرۍ په تور ۲۱ کسان اعدام کړي

عراقي بندیان
Image caption د روان ۲۰۱۳ کال له پیله عراق د بېلابېلو تورونو او جرمونو په تور ۵۰ کسان اعدام کړي.

په داسې حال کې چې د عراق په بېلابېلو بریدونو کې لږترلږه ۳۰ کسان ژوبل شوي، د دغه هېواد د عدلیې وزارت ویلي، چې د ترهګرۍ په تور او جرم نیول شوي ۲۱ عراقیان یې اعدام کړي دي.

دوی وايي، چې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې بریدونو لږترلږه د پولیسو ۱۲ افسران وژلي او تر ۳۰ ډېر نور یې ژوبل کړي دي.

د عراق د عدلیې وزیر حسن الشمري یوې غونډې ته وویل چې "نن (سې شنبې) هغه ۲۱ "ترهګر" اعدام شول، چې له القاعدې شبکې سره یې تړاو درلود، د دوی د اعدامېدو حکم د ولسمشرۍ له دفتره تایید شوی دی".

په دې سره د عراقي چارواکو په وینا، د روان کال له پیله تر اوسه په دې هېواد کې د اعدام شویو کسانو شمېر ۵۰ ته رسېدلی دی.

نړیوالې غوښتنې

الشمري دا هم ویلي چې "په اعدام شویو کې ګڼ هغه کسان دي، چې ترهګریز جرمونه یې کړي، او ولسي وګړي یې وژلي دي. اتو تورنو کسانو ترهګر بریدونه کړي، چې لږترلږه ۱۶ ولسي وګړي په کې وژل شوي او تر ۱۱۷ ډېر نور ټپیان وو".

د عدلیې وزیر دا هم ویلي، چې د اعدام د پرېکړې د نه ترسره کولو نړیوالو غوښتنو سربېره یې دا کار کړی دی.

پر ځینو عراقي چاروکو تور لګول کېږي چې له بندیان او تورنو کسانو په زور اعترافونه اخلي او بیا یې په حق کې د اعدام حکم کوي، حال دا چې ګڼ نیول شوي بې ګناه وي.

پر همدې مهال، یوه جګپوړي عراقي چارواکي ویلي، عراقي ځواکونه توانېدلي، چې په کرکوک ښار کې د "ترهګرو" یوه ډله ونیسي، چې مشري یې د صدام حسین د مرستیال عزت ابراهیم الدوري پرغاړه وه.

د کرکوک د پولیسو مشر جګړن جمال طاهر ویلي "د دقیقو معالوماتو له مخې، دوی ونیول شول، دا ډله پر عزت الدوري پورې تړلې وه، چې پنځه کسان یې کرکوک کې او نور بهر وو".

ورته مطالب