د مارګریت تاچر د جنازې مراسم پای ته ورسېدل

Image caption میرمن تاچر په ۸۷ کلنې کې د اپریل په اتمه نیټه ومړه.

په ځانگړي پوځي درناوي سره د بريتانيا د ترټولو اغيزمنې، ځواکمنې او ناندرېزې لومړۍ وزيرې مارگريټ تاچرد جنازې مراسم لندن کې ترسره شول.

کله چې د بريتانيا په ملي بيرغ کې تاوشوى د ميرمن تاچر تابوت په بگۍ کې د سين پاول کليسا ته لېږدول کېده د پوځ غړو او زرگونو خلکو ېې په درناوي او بدرگې واټونو کې ليکې جوړې کړې وي.

خو يو شمير مخالفانو يې تابوت ته شاه اړولې وه.

د بريتانيا د ملکې الېزابت په گډون تر دوه زره ډېرو ماتم کوونکو د سين پاول په کليسا کې د ميرمن تاچر د جنازي په مراسمو کې برخه اخيستې وه.

په دغه کسانو کې د ۱۷۰ هېوادونو استازو هم ګډون کړی و.

مراسمو کې د فاکلنډ یوه پخواني سرتېري سایمن ویسټون هم برخه اخیستې وه. د احترام په وړاندې کولو سره هغه وویل میرمن تاچر یوه قاطعې مشره وه چې برتانیا ته یې هغه څه ورکړل چې موږ پرې نن ویاړو.

لندن کې د امنیت خوندي ساتلو په موخه د دغه ښار په مرکز کې څلور زره پولیس ګومارل شوي وو.

که څه هم د یو لاړ لاریونونو وېره وه خو بیا هم ډېر لږ خلک و چې د دې د پالیسو سره د مخالفت په موخه سرکونو ته را وتلي او په مراسمو کې یې د ګډوډۍ جوړول هڅه کوله.

میرمن تاچر چې د ۱۹۷۹ -۱۹۹۰ کلونو ترمنځ د برتانیا لومړۍ وزیره وه په ۸۷ کلنې کې د اپریل په ۸مه له یوې مغزې سکتې وروسته له نړۍ سترګې پټې کړي دي.

میرمن تاچر د برتانیا لومړنۍ ښځینه لومړۍ وزیرې وه چې په پرله پسې توګه یې ګوند د دې په مشرۍ درې ځلې ټاکنې ګټلي دي.

هغې د ۱۹۷۹ تر ۱۹۹۰ پورې دغه دنده تر سره کړه.

مارگريت تاچر په داسې وخت کې واک کې وه چې د لويديځ او کمونيزم ترمنځ سړه جگړه توده وه، روسانو په افغانستان تېرى کړى وو او د هغوي پر ضد د افغانانو مبارزه روانه وه، افغان مجاهدينو څخه د ملاتړ ښودلو لپاره مارگريټ تاچر په پاکستان کې د کډوالو کمپ ته هم ورغلې او هغوي سره يې د هرډول مرستو ژمنه کړې وه.

د دې تر څنګ د نوموړې د حکومت پر مهال یو شمېر دولتي کمپنۍ خصوصي شوې او په ۱۹۸۲ کال له ارجنټاین سره یې د فالکلنډ ټاپو ګانو پر سر جګړه هم وکړه.

دغه جګړه برتانیا وکټله او د دې شهرت یې نور هم زیات کړ.

مارګریت تاچر د شلمې پېړۍ یوه اغېزناک سیاسي څېره بلل کېږي او د خپلو سختو او مهمو پریکړو له امله هغې ته اوسپنېزه میرمن ویل کېده.

د میرمن تاچر مړینې وروسته افغان ولسمشر حامد کرزي هغه د معاصرې نړۍ یوه تر ټولو مشهوره سیاسي څېره وبلله او ویې ویل هغه به د داسې مشر په توګه د خلکو په فکرونو کې پاتې وي چې خپل هېواد ته یې خدمت کاوه اوپه ځانګړې توګه یې د خپل هېواد اقتصاد غښتلی کړ.

د مېرمن تاچر له وصیت سره سم به د هغې مړی سوځوي.

ورته مطالب