د ټکساس سرې جوړولو فابریکه کې اور لګېدلی

Image caption اور د فابریکې په لوېديځه برخه کې بل شوی دی.

د امریکا ټکساس وېکو ښار شمال لور ته د سرې یوې فابریکه کې اورلګېدلی او بیا سترې چاودنې د رپوټونو له مخې یو شمېر کسان وژلي او ګڼ نور یې ټپیان کړي دي.

پولیسو ویلي، چاودنه ګڼ کورونه او ودانۍ ویجاړې کړې دي، په ګڼو کې لاهم اور بل دی.

ځینې خلک لاهم تر نړېدلو ودانیو لاندې دي، چې د ژغورنې ډلې یې د رایستلو هڅه کوي.

د بېړنیو خدمتوو چارواکو ویلي، شاید د اور لګېدو لامل په سیمه کې د امونیا شتون او د چاودنې لامل شوی وي.

راپورونه وايي، چې د اور لګېدو او چاودنې پرمهال په فابریکه کې ۲۰ ټنه انيهایډروس امونیا موجوده وه.

د روغتون يوه وياند ويلي د ډېرو ټپونو خطرناک دي. دغه افريکه د راپورنو له مخې د (وېسټ) په نامه ښارګوټي د استوګني سيمه کې ده، چې د چاودنې له امله ډېرې نژدې ودانۍ خورا زيانمنې شوې دي.

چورلکې

له فابريکي سره څېرمه فوټبال لوبغالی کې د بيړنۍ درملنې مرکز جوړ شوی دی.

رسنیو ویلي، چې د ژغورنې او اور وژنې ګاډو سربېره سیمې ته شپږ مرستندویه چورلکې استول شوې دي.

رپوټونه وايي، د چاودنې له کبله په ګڼو ودانیو کې اور لګېدلی ، چې یوه په کې د اوسېدو ده.

لومړی د کود جوړولو فابریکې په لوېديځه برخه کې چاودنه شوې ده.

په تلوېزیون کې د سیمې بد وضعیت ښودل شوی، چې امبولانسونه په چټکۍ سره هلته روان دي.

د یوه روغتیايي مرکز مشر ګلین روبنسن سي این این تلوېزیون ته ویلي، چې روغتون ته تر اوسه ۱۰۰ ټپیان راوړل شوي، چې ۳۸ په کې ډېر ژوبل دي.

Image caption اور د اوسېدو ودانۍ ته هم رسېدلی دی.

ناتایید شوي راپورونه وايي، چې د ټپیانو او ژوبلو کسانو د درملنې لپاره نژدې طبي مرکز هم رالوېدلی، چې وايي ګڼ کسان ترې لاندې شوي دي.

یوې عیني شاهدې ډبي مراک اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس ته ویلي، چې له سیمې یې اسمان ته ختونکی لوګی لیدلی، چې له لیرې ښکارېده.

هغې دا هم ویلي، کله چې هغه سیمې ته ورسېده، دوه ماشومان د هغې مخې ته په چیغو چیغو ورغلل او ویل یې چې چارواکو خلکو ته د سیمې پرېښودو امر کړی دی.

د ټکساس والي ریک پیري ویلي: "موږ د پېښې په اړه مالومات راغونډوو او هڅه کوو، چې ژوبلو کسانو ته ژر درملنه ورسېږي".

ورته مطالب