د بوسټن چاودنو د شکمنو عکسونه خپاره شول

Image caption دغه دواړه کسان خورا خطرناک او وسله وال دي. ایف بي ای

د امريکا د پلټنو فدرالي ادارې يا ايف بي ای د بوسټن چاودنو په تړاو د دوو شکمنو کسانو ويډیويي عکسونه خپاره کړي دي.

دواړو کسانود بېس بال خولۍ پر سر کړې او بکسونه يې شاته تړلي دي.

ايف بي ای وايي دوی فکر کوي دا کسان وسلې لري او ډېر خطرناک دي. د ایف بي ای یوه مسوول رچرډ ډي لارییرز ویلي، خلک باید هڅه وکړي، چې له دې کسانو لېرې واوسي.

د پنجشنبې په ماښام بوسټن هوټل کې خبرې غونډې ته د وینا پر مهال نوموړي وویل، موږ داسې فکر کوو، چې دغه دواړه کسان خورا خطرناک او وسله وال دي.

هغه وویل، په ویډیويي انځورونو کې ښکاري، چې هغه کس، چې سپینه خولۍ یې پر سره ده، د پېښې ځای ته څېرمه له دویمې چاودنې وروسته خپل بکس کښېښود.

له دې مخکې د متحده ایالتونو ولسمشر بارک اوباما د وژل شویو کسانو لپاره د دعا په مراسیمو کې ګډون وکړ، خپله ژمنه یې تکرار کړه، چې د پېښې عاملین به د قانون منګولو ته وسپارل شي.

نوموړي وویل هېچا ته به اجازه ور نه کړي، چې د بوسټن او ټولې امریکا خوندې چاپېریال زیانمن کړي.

ښاغلي اوباما وویل، ترهګر غواړي وېره خپره کړې، خو د نوموړي په خبره څرګنده ده، چې دوی تېروتنه کړې.

د تېرې دوشنبې په ورځ د بوسټن ځغاست لوبې د پای کرښې ته نژدې دوې چاودنې وشوې، چې له امله یې ۳ کسان ووژل شول او ۱۷۰ ټپیان شول.

د چهارشنبې په ورځ څېړونکو وویل، چې احتمالاً د چاودنو لپاره بخاردیګونو کارول شوي دي.

ورته مطالب