جاپانی ۱۱۶ کلن شو

جوري منکي مورا په نړۍ کې تر ټولو د ډېر لرونکی دی.

دغه جاپانی د اپریل په ۱۹ د ۱۱۶ کلونو شو خو له بده مرغه نن ناروغ دی او ونه توانېد چې د د زوړکړې د لمانځې لپاره د راغلو کسانو هرکلي ته له بسترې پاڅېږي.

د اپریل په ۱۹مه د نړیوالو رېکاډونو د ادارې "ګینس" له خوا منکي مورا په نړۍ کې د تر ټولو ډېرعمر سړی وبلل شو.

له دې امله د جاپان صدراعظم ده ته د ویډیويي تماس له لارې مبارکي ورکړه.

تېر کال دا مهال جوري منکي کیمورا د خپلې کلیزې په اړه له رسنیو سره مرکې کولې.

خو سږ کال دی د خپلې زوړکړې په ورځ ناروغ دی.

ده تر ۶۵ کلنۍ پورې په ډاک خانې (پوسته خانه) کې کار کاوه.

بیا یې تر ۹۰ کلنې پورې بزګري کوله.

په نړۍ کې د ډېر عمر لرونکې ښځه هم په جاپان کې ده.

هغه میثایل اوکاوا نومېږي او د ۱۱۵ کالو ده.

دا ښځه په اوساکا کې له منکي مورا څخه ۳۰ میله لرې اوسېږي.

دغه دواړه کسان وايي چې د اوږد عمر راز یې په دې کې دی چې هره ورځ درې وخته ښه خواړه خوري.

ورته مطالب