عراقیان ولایتي ټاکنو کې رایې اچوي

Image caption په ۱۲ ولایتونو کې د ۳۷۸ څوکیو لپاره دغه سیالي په تېرو نژدې لسکو کلونو کې لومړۍ ځل دی.

له عراق څخه څه باندې یو کال وړاندې د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته په دغه هېواد کې خلکو په لومړیو ټاکنو کې رایه اچونه پيل کړه.

د ولایتي شوراګانو د دې ټاکنو امنیتي مسؤولیت د عراق امنیتي ځواکونه په غاړه دی.

د عراق د پخواني ولسمشر صدام حسین د رژیم له ړنګېدو لس کاله وروسته دغه ټاکنې په عراق کې د سیاسي ثبات لپاره یو ازمایښت بلل کیږي.

د ټاکنو له پيل څخه وړاندې په عراق کې پراخ تاوتریخوالی رامنځته شو چې له امله د شیعه ګانو په مشرۍ حکومت په دوه ولایتونو چې اکثره اوسېدونکي یي سنیان دي، د ټاکنو د ځنډولو جنجالي پرېکړه وکړه.

په دغو ټاکنو کې ۸۱۴۳ کسان ولاړ دي، چې له ۱۳ میلیون او ۸۰۰ وګړو څخه رایې ترلاسه کړي.

په ۱۲ ولایتونو کې د ۳۷۸ څوکیو لپاره دغه سیالي په تېرو نژدې لسکو کلونو کې لومړۍ ځل دی.

د عراق یوې محکمې د تېر مارچ پر ۱۹، په الانبار او نینوي ولایتونو کې د دغو ولایتونو د ناامنیو له کبله ټاکنې شپږ میاشتې وځنډولې.

تلاشۍ

له دغو ولایتونو او پرېکړې د کردستان ولایت مستثنا دی، چې تر ډېره په کې خپلواکه اداره چلېږي، همداشان، اربیل، سلیمانیه، کرکوک او دهوک ښارونه هم په دې کتار کې نه راځي.

دغه ټاکنې په سیمه ییز وخت د ګهيځ اووه بجې پیل شوې.

د ټاکنو پرمهال ټينګ امنیت نیول شوی او زرګونه پوځيان د ټاکنو په سیمو کې ګومارل شوي دي.

په لارو کوڅو کې تلاشۍ ډېرې شوې دي.

دغه ټاکنې یوه اوونۍ وروسته تر هغو پیل شوې، چې په دغه هېواد کې خونړیو بریدونو لږترلږه لسګونه کسان ووژل او سلګونه نور یې ټپیان کړل.

یوازې په تېره پنجشنبې په بغداد کې یوې چاودنې ۲۷ کسان ووژل شاو ۵۰ نور یې ټپیان کړل.

خو په تېره جمعه بیا، اته کسان هغه مهال ووژل شول او ۲۷ نور ټپیان شول، چې د بغداد په شمال ختيځ بعقوبه کې پر یوه جومات او حسینیه بریدونه وشول.

تېره اوونۍ د عراق خونړیو پېښو لږترلږه پنځوس کسان ووژل، چې پړه یې "د عراق اسلامي دولت" په نامه ډلې پرغاړه واخیسته.

ورته مطالب