زندان ته د مشرف د لېږلو امر شوی

مشرف
Image caption مشرف به د راتلونکې مې پر څلورمه بیا محکمې ته حاضرېږي.

د پاکستان د ترهګرۍ ضد یوې محکمې امر کړی، چې مخکنی پوځي مشر پروېز مشرف دې ‎ ۲۰۰۷ کال کې د قاضیانو د ګوښه کولو په تور زندان ته واستول شي.

پروېز مشرف د شنبې په ورځ (اپریل ۲۰) راولپنډۍ کې محکمې ته حاضر شو.

قاضي کوثر عباس زیدي ټینګار کړی و، چې مشرف دې ددوو اوونیو زنداني کېدو سربېره د راتلونکې مې پر څلورمه بیا محکمې ته حاضر شي.

د پولیسو یوې پلټونکې محکمې ته وویل، چې دوی له پروېز مشرف نورې پوښتنې هم لري او باید زندان ته ولېږل شي.

هغه وویل، چې پولیس د دې قضیې له هر اړخه ډېر ښه خبر دي.

د پروېز مشرف قانوني وکیل قمر افضل هم له محکمې غوښتي، چې پخوانی ولسمشر دې پولیسو ته ورنه کړي؛ ځکه چې هغه پخپله ځان پولیسو ته سپارلی او محکمو ته به حاضر شي.

اوس پاکستاني پولیس د پروېز مشرف په قضیه کې د هغه پرضد د ترهګرۍ تورونه لګوي، چې د اسلام اباد د عالي محکمې مشر قاضي شوکت عزیز صدیقي یې امر کړی و.

همدغه قاضي د مشرف د نیولو امر هم کړی و.

د عریضي داخلوونکي قانوني وکیل اسلم ګجر وویل، داسې ښکاري چې پولیس له مشرف سره ملګري شوي، چې هغه له پوښتنو انکار دی.

پاکستاني چارواکو پرېکړ هکړې چې د امنیتي اندېښنو له کبله به مشرف اسلام اباد کې پخپل کور کې ساتل کېږي، چې د زندان حیثیت به ولري.

سیاسي ګوندونو او د بشري حقونو ډلو زندان ته د پروېز مشرف د استولو غوښتنه کړې.

مرمۍ ضد واسکټ

Image caption اوس پاکستاني پولیس د پروېز مشرف په قضیه کې د هغه پرضد د ترهګرۍ تورونه لګوي، چې د اسلام اباد د عالي محکمې مشر قاضي شوکت عزیز صدیقي یې امر کړی و.

محکمې ته د حاضرېدو پروخت مشرف زغره وال او مرمۍ ضد واسکټ اغوستی و.

د قاضي حضور ته د مشرف د حاضرېدو پرمهال د هغه وکیلانو د قاضي پرضد شعارونه ورکول.

د پروېز مشرف ویاند ډاکټر امجد وویل، ځینو وکیلانو د پخواني پوځي مشر پرضد ناوړه ژبه کارولې ده.

دغه ویاند دا ادعا هم کړې ده، چې مشرف به د هغه د نیول کېدا د امر پرضد عالی محکمې ته مراجعه وکړي.

بل خوا، د سترې محکمې مشر قاضي افتخار چوهدري د پروېز مشرف پرضد د خیانت عریضې اورېدو لپاره د درېو قاضیانو یوه محکمه جوړه کړې ده، چې د راتلونکې دوشنبې پر ورځ به قضیې واوروي.

جنجالي واکمني

دا چې مشرف باید کراچۍ ته له رسېدا سره سم، د پاکستان د بنسټ اېښودونکي محمد علي جناح مقبرې ته څېرمه غونډه کړې وای، د امنیتي اندېښنو له کبله غونډه لغوه شوه، خو پر ځای یې پر هوايي ډګر د وینا کولو اجازه ورکړل شوه.

مشرف په ۱۹۹۹ کال د هغه وخت د لومړي وزیر نواز شریف حکومت ړنګ کړ، او د یوې پوځي کودتا له لارې واک ته ورسېد.

نواز شریف له بندي کېدا وروسته سعودي عربستان ته تبعید شو، خو تر جوړجاړي وروسته بېرته پاکستان ته ستون شو.

د پروېز مشرف د واکمنۍ شاوخوا نهه کلنه موده ډېره لانجمنه وه، چې په افغانستان کې یې د طالب رژيم د ړنګولو لپاره امریکایانو ته د پاکستاني هوايي ډګرونو کارولو اجازه ورکړه.

همداشان، د هندي کشمیر په کارګل کې د هغه وخت د حکومت له خبرولو پرته یې پخپل سر پوځي عملیات وکړل.

مشرف ټینګار کوي، چې دده پرضد تورونه سیاسي اړخ او موخې لري، خو په محکمو کې به په هر ډول له خپل ځانه دفاع وکړي.

سیاسي شنونکي وايي، اوس په سیاسي ډګر کې مشرف مهم رول بایللی؛ ځکه چې د نوموړي پخوانيو متحدینو او ملګرو له نورو سیاسي ډلو سره لاسونه یو کړي دي.

ورته مطالب