د کیوبا سپین کمیسې ښځې کلونه وروسته خپله جایزه اخلي

Image caption دا جایزه دوی ته په کمونستي کیوبا کې د خپلو هڅو لپاره ورکړل شوې وه.

د کیوبا په سپينه جامه کې د ښځو په نامه ډله به بالاخر د اپریل په ۲۳ مه نېټه د اروپايي پارلمان د بشري حقونو جایزه تر هغه اته کاله وروسته ترلاسه کړي چې د ګټلو اعلان يې شوی و.

دا جایزه دوی ته په کمونستي کیوبا کې د خپلو هڅو لپاره ورکړل شوې وه.

هغه مهال د کیوبا حکومت دغه مېرمنې نه وې پراېښې چې اروپا ته لاړې شي او جایزه ترلاسه کړي.

په سپینه جامه کې د ښخو ډله په ۲۰۰۳ کال کې تر هغه وروسته جوړه شوه چې د دوی د کورنيو ۷۵ غړي چې د حکومت مخالف وو ونیول شول او په اوږدو قيدونو محکوم شول.

اته کاله وړاندې سپين کاليو ښځو اجازه نه درلوده چې له کيوبا څخه بهر سفر وکړي خو اوس د دغه غورځنک مهمو غړو لکه لورا لبراډا پاسپورټونه ترلاسه کړي او بروکسل ته د تګ چمتوالى نيسي.

سپين کاليو ښځو بالاخره د بشري حقونو په برخه کې د خپل کار لپاره په اروپايي پارلمان کې د سخاروف جايزه ترلاسه کړه.

د لوړپوړو کسانو په پرله پسې او پايداره اعتراضونو کې له حکومته د ٧٥ مخالفينو د خوشې کېدو غوښتنه کېده.

دغه خلک په ٢٠٠٣ م کال کې د حکومت لخوا زنداني کړل شول.

په سپينه جامه کې ښځې د دغو بندیانو ښځې، خویندې اوعزيزانې دي.

کمونسټه کيوبا وايي دغه ښځې هم د نورو مخالفينو په څېر دي چې د هغې د غليمې امريکا لخوا تمويلېږي او زياتوي چې دا د امريکا د يوې لسيزي راهيسې د هلو ځلو يوه برخه ده چې موخه يې په کيوبا کې د سوسيالست انقلاب کمزوری کول دی.

په پاى کې په ٢٠١١ م کال کې ٧٥ بنديان خوشې شول خو پر دوى لګېدلي جنايي تورونه لېرې نه شول.

له دې امله لورا او په لسګونه نورې ښځې د هرې يکشنبې په ورځ په پلازمېنه هوانا کې په پټه خوله لاريون کوي چې موخه يې د هغو کيوبايانو ياد ساتل دي چې د خپل سياسي دريځونو او نظرونو له امله بنديان شوي.

دېپلوماتان او د بشري حقونو ډلې اټکل کوي چې په لسګونه نور وګړي لا هم په بنديخانو کې پراته دي او سپين کالۍ ښځې هم ډېر وختونه د پوليسو لخوا نيول کېږي او د څو ساعتونو لپاره په توقيف ځايونو کې ساتل کېږي.

په کيويا کې يو شى بدل شوى دى، حکومت سږ کال بهر ته د تلو اجازه ليک له منځه يووړ چې تر مخه يې بهر ته د مخالفينو د سفر مخنيوى ګرانوي او سپين کالۍ ښځې هم اوس کولاى شي بهر ته سفر وکړي.

ورته مطالب