پلټونکي د باسټن چاودنو د تورن ښه کېدو انتظار کوي

Image caption امریکايي چارواکي په دې اړه غور کوي، چې رسماً پر څارنایف څه ډول تورونه ولګوي.

د امريکا په متحدو ایالتونو کې د پلټنې ځانګړى ټيم د باسټن چاودنو ژوندي پاتې شوي تورن څخه پلټنو ته انتظار کوي.

۱۹ کالن جوهر څارنايف، چې په خټه چيچنايی دى، پوليسو سره له ډزو وروسته د جمعې په ورځ نيول شوى وو.

د متحدو ایالتونو چارواکو له دې مخکې ویلي وو، چې د باسټن ښار چاودنې دویم تورن جوهر څارنایف یې د بوسټن ښار په واټر ټاون سیمه کې تر کلابندې کېدو وروسته نیولی دی.

واشنګټن کې د بي بي سي خبریال لقمان احمد وايي، تورن جوهر څارنایف د یوه کور ترڅنګ په یوه کوچنۍ کښتۍ کې پټ شوی و.

پولیسو خبریالانو ته وویل، چې تورن روغتون ته وړل شوی، او وضعیت یې د اندېښنې وړ ښودل شوی.

رپوټونه وايي، چې پولیسو پر هغه ډزې کړې او لګېدلی، چې د نیول کېدو پروخت په وینو کې لت پت و.

د ماساچوسټس ایالت ګورنر (والي) ډېول پېټرک ویلي، د څارنایف روغتیايي حالت ښه دی، خو د نوموړي په وینا هغه اوس هم خبرې نه شي کولای.

له بوسټن روغتونه د بي بي سي ډېوېډ ولس وايي د تورن پر غاړه او پښې مرمۍ لګېدلې او ډېره وینه یې بهېدلې، چې ښايي پلټونکي له هغه سره د خبرو کولو لپاره نور اتنظار ته اړ شي.

بل لور ته امریکايي چارواکي په دې اړه غور کوي، چې رسماً پر څارنایف څه ډول تورونه ولګوي. امریکا کې په فدرالي کچه د عامه وژنې لپاره د وسلې کارولو سزا مرګ ده، خو په ماساچوسټس ایالت کې د مرګ سزا نه ورکول کېږي.

د باسټن بریدونو د تورنو وروڼو پلار انزور څارنایف بي بي سي ته ویلي، چې دی فکر کوي، څارګرو ادارو یې زامن په چل ول دې قضیه کې ښکېل کړي دي.

" دا یوه ترهګریز برید وو، چې څارګرو ادارو په ډېر احتیاط ترتیب کړي وو، زما زوی جومات ته ته راته، د څارګرو ادارو کسان یوه ورځ راغلل او ویې پوښتل، چې هغه ولې داسې کوي، له هغه وروسته یې ټول تورونه په هغه وتپل او په ډزو یې وویشت."

د جمعې په شپه یوې خبرې غونډې ته په وینا کې د متحدو ایالتونو ولسمشر بارک اوباما وویل، هڅه به وکړي، معلومه کړي، چې دغه وروڼه ولې دغسې برید کولو ته چمتو شول او دا چې ایا له دوی سره بل چا هم په دې کې مرسته کړې او که څنګه؟

امريکا کې د بشري حقوقو فعالينو د حکومت په دې پلان نيوکه کړې، چې تورن ته د خپلوحقونو په اړه له وينا پرته هغه څخه پلټنه کوي. د قانون له مخې تورن ته بايد وويل شي، که غواړي چپ پاتې کېداى شي او مدافع وکيل نيولاى شي.

ورته مطالب