له اسراییلو سره معامله "ایران ته ښکاره اشاره ده"

هېګل
Image caption هېګل سعودي او اماراتو ته هم سفر کوي.

د امریکا د دفاع وزیر چک هېګل ویلي، ایران باید له اسراییلو، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو سره د امریکايي وسلو معاملې ته په دې نظر وګوري، چې لاهم د ایران د اتومي لانجې د حل لپاره پوځي حل لاره مطرح ده.

هېګل دا څرګندونې اسراییلو ته د الوتکې پورته کېدا پرمهال کړې دي:

"د موضوع لنډیز دا دی، چې ایران یو ریښتینی ګواښ رامنځ ته کولی شي".

هېګل اسراییلو ته د تېرې یکشنبې پر ورځ ناوخته ورسېد، او هلته یې د اسراییلو له دفاع وزیر سره خبرې وکړې.

همدا شان نوموړی د اسراییلي حکومت له مشر بنیامین نتنیاهو او شیمون پیریز سره هم غږېدلی دی.

هېګل ویلي چې "ایرانیانو ته ښايي، چې د اتومي وسلو جوړولو چاره را لنډه کړي، او پرېنږدو چې دوی خپلو اهدافو ته ورسېږي".

هېګل تراسراییلو وروسته سعودي او اماراتو ته هم سفر کوي.

دغه سفر ټیک دوې ورځې وروسته تر هغو وشو، چې پنتاګان وویل، له درېیو هېوادونو (اسراییل، سعودي او امارات) سره یې د لسو میلیاردو ډالرو په ارزښت د پرمختللو وسلو معامله کړې ده.

اسراییلو ته به امریکا KC-135 ډوله الوتکې او د الوتکو ضد پرمختللي Osprey توغندي ورکوي، خو له اماراتو سره یې معامله د ایف ۱۶ جنګي ۲۵ الوتکو ده.

پوځي چارواکو ویلي، چې دغه وسلې پېردونکي او پېرونکي هېواد ته ګټه رسوي.

هېګل ویلي د دغو وسلو له معاملې هدف دا دی، چې ایران پوی شي لاهم د اتومي لانجې د حل لپاره پوځي لاره شته.

دی وايي چې د ایران اتومي هڅې ښکاره ګواښ دی، په تېره بیا اسراییل له ایرانه ډېره وېره لري.

اسراییلو ویلي، چې په هر قیمت وي، له بهرني ګواښ به د خپل ځان دفاع کوي.

خو د امریکا متحدو ایالتونو او نورو هېوادونو ویلي چې د ایران او امریکا ترمنځ د لانجې حل ته لاهم ديپلوماتیک غوراوی شته.

بل خوا، ایران د لوېديځ هغه ادعاوې رد کړې، چې وايي، تهران د اتومي وسلو جوړولو کار په چټکۍ مخته وړي، ایران وايي چې دغه هڅې یې د سوله ییزو موخو لپاره دي.

ورته مطالب