د بوسټن چاودنو تورن خپل ورور تر ګاډي لاندې کړ

Image caption د دواړو وروڼو نیولو په لړ کې یو پولیس ووژل شو او یو بل ټپي شو.

د متحده ایالتونو د باسټن ښار ته څېرمه واټرټاون سیمې د پولیسو مشر اېډ ډیو ویلي، فکر کوي، چې پر باسټن ځغاست لوبې د بریدونو تورن جوهر څارنایف له پولیسو سره د ډزو پر مهال خپل ورور په ګاډي وهلی.

له دې مخکې ویل کېدل، چې ۲۶ کلن تیمورلن څارنایف له پولیسو سره د ډزو پر مهال په مرمیو د لګېدو له کبله ټپي او وژل شوی.

خو پولیس مشر ډیو بوسټن ګلوب ورځپاڼې ته ویلي، چې ۱۹ کلن جوهر غلا شوی ګاډی پر خپل ورور وخېژاوه، چې له کبله یې نوموړی ووژل شو.

" کله چې له تیمورلن سره مرمۍ ختمې شوې، نو پولیسو هغه ونیو، خو کله چې یې د هغه لاسونو ته ولچک اچول، نو جوهر هغه په ګاډي وواهه، پولیس یوه بله خوا وتښتېدل او جوهر ګاډی پر تیمورلن وخېژاوه، له هغه وروسته جوهر له ګاډي کوز شو او وتښتېد."

جوهر د جمعې په شپه پولیسو په ټپي حالت کې ونیو.

د تېرې دوشنبې په ورځ د باسټن ځغاست لوبې د پای په شېبو کې د دوو بمي چاودنو په پایله کې یو اته کلن ماشوم او دوې ښځې ووژل شوې او له ۱۸۰ ټپیانو څخه له ۱۳ نه د بدن غړي غوڅ شول.

د دواړو تورنو وروڼو د نیولو په لړ کې یو پولیس ووژل شو او یو بل ټپي شو.

بل لور ته د باسټن ښاروال ويلي، چې د امريکا دمتحده ايالاتونو چارواکي ښايي هېڅ کله هم په دې ونه توانېږي چې له شکمن بريد کوونکي نه د ټپونو له کبله یې پوښتنې ګروېږنې وکړي.

ښاروال ټام مينينو له يوه امريکايي ټلويزيون سره په مرکه کې وويل، جوهر څارنایف روغتون کې دى او وضعیت يې ډېر نازک دی.

Image caption د دواړو تورنو وروڼو د نیولو په لړ کې یو پولیس ووژل شو او یو بل ټپي شو.

هغه باور وښود چې جوهرڅارنايف او مشر ورور يې چې له پوليسو سره په ډزو کې وژل شوى په يوازې سر عمل کړى او ښايي چې د نورو بريدونو پلان يې هم نه درلود.

خود باسټن ښار د پوليسو مشر اېډوارډ ډېوېس د سي بي اس له خبري اژانس سره په يوه جلا مرکه کې وويل، چې دغو کسانو پلان درلود چې نور بريدونه هم ترسره کړي.

بل لور ته د مشکوکو بريد کوونکو وروڼو کورنۍ بي بي سي ته ويلي چې مشر ورور د امريکا په متحده ايالاتونو کې توندلارۍ ته اوښتى دى.

تيمور لن څارنایف تېرکال د روسيې د داغستان جمهوريت ته سفرکړى و، چې خپله کورنۍ چې له چيچينیا څخه دغلته راغلې وه وگوري.

د تيمور لن ترور، بي بي سي ته وويل چې له ميړه سره يې د هغه له اوږدو بحثونو دا ورته څرگنده شوه چې هغه وهابي اسلام ته اوښتى، خو دا يې د کورنيو له نورو غړو سره شريکه کړې نه وه. دهغوى پلار انزور څارنایف وويل، کشر زوى يې د راتلونکي لپاره خورا لوى پلانونه درلودل.

ورته مطالب