نایجریا: نښته کې د سر او مال دروند زیان اوښتی

Image caption يو ځايي خبريال وايي دا نايجريا کې د اورپکۍ د پراخېدو څرګندونه کوي.

رپوټونه وايي، د نايجريا په شمال کې د پوځيانواو اسلامي اورپکو ترمنځ نښتو کې يو ۱۸۵ ولسي وګړي وژل شوي دي.

دې نښتو کې د نژدې ۲۰۰۰ کورونو ويجاړېدو په اړه هم رپوټونه ورکړل شوي دي.

حکومتي او پوځي چارواکي وايي پر لري پراته ښار د توغندیو او نورو وسلو ګوزارونه شوي دي. دغه ښار مخکې ارام و، خو د جمعې په ماښام د سپکو توغندیو او نورو وسلو سختې ډزې وشوې.

د سيمې اوسيدونکي نژدې ځنګله ته تښتيدلي وو، خو کله چې د يکشنبې په ماسپښين بېرته خپلو کورونو ته ستانه شول، ویې لیدل چې ښار یې ويجاړ شوی او د انسانو او څارويو د بدن ټوټې په کوڅو کې خورې ورې پرتې دي.

يو ځايي خبريال وايي دا نايجريا کې د اورپکۍ د پراخېدو څرګندونه کوي، چې له اوږدې مودې راهيسې دولت د شمال له مسلمان مېشتې سيمې څخه ورسره مخامخ دى.

" د جمعې په ورځ په ښار کې نښته شوې وه، چې د چارواکو په وینا په پایله کې یې ۱۸۵ کسان وژل شوي او شاوخوا ۲۰۰۰ کورونه سوځیدلي دي. دا په دې معانا ده چې د جګړې په پایله کې ۲۰۰۰ کورنۍ بې ځایه شوې. د ایالت والي سیمې ته تللی و ، چېرې چې د جګرې له امله د جمعې له ورځې راهیسي خبریالانو ته د ورتګ اجازه نه ورکول کېده. خو کله چې موږ دغه ښارګوټي ته ورسیدو ښار رښتیا په بد حالت کې و. ډېر کورونه سوځول شوي وو. خلک له جعمي ورځي راهیسې له ښاره تښتېدلي وو او اوس یې چې په ښار کی د دولت امنیتي ځواکونه لیدلي بېرته ښار ته د راستنېدو په حال کې دي."

د روانې میاشتې په لومړیو کې نایجریا کې امنیتي چارواکو وویل، د تېلو د تولید په نېژر دلتا سیمه کې د پولیسو پر یوې کښتۍ د اورپکو د برید په پایله کې لږ تر لږه ۱۲ پولیس ورک دي او احتمالا مړه شوي به وي.

اورپکي تر ډېره پر کښتیو وروسته له هغه برید کوي چې ورانې شي.

د نېژر دلتا د خپلواکۍ غورځنګ وروسته له هغه د بریدونو د بیا پیل ګواښ کړی و چې د دغې ډلې یو مهم مشر د سویلې افریقا د یوې محکمې له خوا په ۲۴ کاله بند محکوم شو.

دغه ډله وروسته له هغې تر ډېره غېرې فعاله شوه چې ډېری مشرانو یې په ۲۰۰۹ کال د عمومي عفوې د منلو هوکړه وکړه.

ورته مطالب