د سوري پوځ په برید کې ګڼ کسان وژل شوي

Image caption حکومتي خبري اژانس وايي پوځ ترهگرو ته درنه مرگ ژوبله اړولې.

د سوري مخالفانو سرچينې وايي دمشق ته نژدې پريوه ښار د حکومتي ځواکونو بريدونو یو شمېر کسان وژلي دي.

د سرچينې په وينا جديد الفضل ښار کي دغو عملياتو پنځه ورځې دوام کړى چې په لړ کې يې ۸۰ کسان وژل شوي دي. ځينو مخالفو فعالانو دا یوه ټولوژنه بللې ده.

د بي بي سي د عربي چارو مدير سبستيان اشر وايي، چې د سوري حکومت او ياغيانو دواړو سرچينو تېرو څو ورځو کې د جديد الفضل ښار کې د لويو پوځي عملياتو پخلى کړى دى.

دواړو لوریو داهم ويلي چې د اوس لپاره حکومتي ځواکونو جگړه گټلې ده. دا هغه څه دې چې دوى ټول پرې موافق دي.

حکومتي خبري اژانس وايي پوځ ترهگرو ته درنه مرگ ژوبله اړولې. خو د سوري حکومت مخالفانو سرچينې وايي جگړو کې ښځې او ماشومان هم وژل شوي دي.

يوې سرچينې ويلي تېرو څوورځو کې په لسگونو کسان وژل شوي دي چې ډېر يې جنگيالي دي. خو همغږۍ نومي يوې کمېټې په دې اړه لا تت انځور ورکړى او ويلي یې دي چې سوري ځواکونو د ښار د بېرته نيولو پرمهال ټولوژنه کړې ده.

پر انټرنېټ خپرې شوې ويډيوگانې مړي ښيي چې په وينو لړلو کمپلو کې پيچل شوي دي.

دغه کمېټه وايي چې سلگونه کسان وژل شوي دي. خو په خپلواکه توگه د دغو ادعاوو پخلى نه دى شوى.

دغه وژنې داسې مهال شوې دي، چې د ولسمشر اسد ځواکونه د دمشق په جنوب او ختيځ کې د ياغيانو تر ولکې لاندې سيمو کې د هغوى د امنيتي کړۍ ماتولو هڅه کوي.

بل لور ته د سوريې حکومت مخالفو مشرانو اندېښنه ښوولې چې د سوريې د جګړې په اړه د شوې وروستۍ نړيوالې غونډې نه داسې يو څه لاس ته نه دي راغلي، چې مستقیماً ياغيانو ته وسلې ورکړل شي.

خو دامريکا متحدو ايالاتونو ژمنه کړې چې سوري ياغيانو ته به خپلې مرستې دوه برابره کړي.

ورته مطالب