له بندیزونو سره هم برتانیا کې ښځې سنت کېږي

Image caption فکر کېږي چې د نړۍ لروبر څه د پاسه ۱۰۰ میليون نجونې اوښځې د سنتونې له ځور سره مخامخ شوې دي.

د ښځو سنتول چې د افريقا، منځني ختيځ او اسيا په ځينو برخو کې دود دی، برتانيا کې پرې بنديز لګېدلی، خو بيا هم کېږي.

ارزونې سره توپير کوي، خو فکر کېږي چې د نړۍ لروبر څه د پاسه ۱۰۰ میليون نجونې اوښځې د سنتونې له ځور سره مخامخ شوې دي.

اوس برتانوۍ فعالانې وايي د دوی هلې ځلې چې دغه دود ودروي زيانمنېږي او هغوی چې خپل غږ پورته کوي په نښه کېږي.

د بي بی سي خبريال جان مکنوس خپل رپوټ کې کاږي، چې سره له دې چې د ۱۹۸۰ لسيزې له نيمې ناقانونه بلل شوی، د روغتيا کاروپوهان باور ښيي چې د ښځو سنتول، چې د ښځينه جنسي الې ټوله بهرنۍ برخه يا يو څه پرې کېږي، په برتانيا کې د ځينو توکمي لږکيو ترمنځ په پراخ ډول دود دي.

دا د بېلابېلو دليلونو له مخې ترسره کېږي، چې د کورنۍ له پت نيولې، تر جنسي وفادارۍ او ان د پاکوالي تر ادعاوو پورې رسېږي، کېدای شي مېرمنې خپل ټول پاتې ژوند په درد کړاو کې پرېږدي.

دا دود تر ډېره پر ځوانو نجونې پلي کېږي، چې د نه ويلو له واکه بې برخې دي او ان چارواکيو ته د شکايت زړه نه شي کولی.

د روغتون يوې اوږدې ډرامې تازه کړۍ همدې موضوع سره چلن کاوه، خو د دغه دود پر وړاندې ډېری مبارزه چيان وايي دغه مسئله لا تر اوسه د ښکېلو کسانو له خوا پټه ساتل کېږي.

ځينې يې چې غږ پورته کوي، يا پرې لفظي او يا هم ان فزیکي بريد شوی او يا له جنسي پلوه پرې د بې شرمۍ ټاپه لګېدلې ده.

د انګلستان لوېديځ برېسټل کې ۱۹ کلنې زده کونکې په وينا چې دغې مسئلې په اړه يې له ۵ کلونو مبارزه کړې ده، ډېر فشار په خپله د ټولنو له منځه وي.

دا وايي "په برتانيا کې ډېرې نجونې له خطر سره مخامخ دي، خو چوپتيا چاپېريال هم خپور دی په داسې حال چې ويل يې اړين دي، خو په اړه يې څوک خبرې نه شي کولی، دوی به همداسې چوپ پاتې وي"

د حکومت غوښتنه

دغه فشار چې دا يې يادونه کوي، کېدی شي د ځوانو ښځو د ژوند ټولو برخو ته ورسېږي.

د برتانيا حکومت ټينګار کوي چې دوی غواړي د ښځو سنتونې دود ته د پای ټکی کېږدي، خو د دې کار لپاره بايد دوی د ټولنو ګډونې او توکمپالنې پر وړاندې حساسيت راکابو کړي.

داسې ښکاري چې دوی له نورو هېوادونو ډېر پاتې دي، يوه فرانسوی وکيل په تېر کې برتانيا ته په اشارې سره ويلي ،چې ګواکې اروپا کې د ښځو سنتونې پلازمېنه ده.

ورته مطالب