راسموسن وايي پوځي فشار او خبرې پر يوۀ وخت پکار دي

Image caption ښاغلي راسموسن په افغانستان کې د ولسمشرۍ د راتلونکو ټاکنو مسوولیت د افغان حکومت کار وباله.

د ناټو سرمنشي اندریس فو راسموسن په برسلز کې د ناټو د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو له غونډې دمخه له خبریالانو سره په خبرو کې ویل په افغانستان کې د سیاسي پرمختګ ښه او غوره لار دا ده چې د ده په ژبه د افغانستان دښمنان تر پوځي فشار لاندې وساتل شي.

"غوره لار چې په افغانستان کې پرې سیاسي پرمختګ وشي دا ده چې د افغانستان پر دښمنانو پوځي فشار وساتل شي څو هغوی په روښانه توګه پوه شي چې د جګړې له لارې بری نه شي ترلاسه کولای."

ښاغلي راسموسن زیاته کړه چې د افغان ځواکونو له پرمختګه راضي دی او په وینا یې اوس افغان ځواکونه کولای شي چې د ۲۰۱۴ کال تر پایه د افغانستان بشپړ امنیتي مسوولیتونه واخلي.

هغه دغه راز له وسله والو مخالفینو سره د افغان حکومت د سولې په اړه هم څرګندونې وکړې او و یې ویل د سولې لپاره شوې هلې ځلې ستايي خو ځینې شرایط شته چې باید په پام کې ونیول شي.

"اول دا چې د سولې بهیر د افغان حکومت له خوا پرمخ بوتلل شي. دویم له هغو ډلو سره چې د سولې خبرې کېږي باید د افغانستان دېموکراتیک اساسي قانون ومني او د ښځو د حقونو په ګډون بشري حقونو ته درناوي وکړي. طالبان او بله هره ډله چې په دې بهیر کې ښکېل وي باید خپلې ټولې اړیکې له ترهګرو ډلو سره وشکوي. که دا شرایط ومني موږ باید یو چانس ورکړو."

دغه راز ښاغلي راسموسن د ولسمشر حامد کرزي، پاکستاني پوځي چارواکو او امریکا د بهرنیو چارو وزیر ترمنځ درې اړخیزې غونډې په هکله وویل هیله من دی چې دا غونډه په افغانستان کې د اوږد مهالې سولې او ثبات لپاره د پاکستان په ګډون د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو مثبت رول لوبولو ته لار هواره کړي.

ښاغلي راسموسن په افغانستان کې د ولسمشرۍ د راتلونکو ټاکنو مسوولیت د افغان حکومت کار وباله خو دا خبره یې وکړه چې د اړتیا په صورت کې به په امنیتي برخه کې له افغان ځواکونو سره همکاري کوي.

د ناټو سرمنشي ټینګار وکړ چې ناټو به له ۲۰۱۴ کال وروسته هم له افغانستان سره خپلې ملګرتیا ته ژمن پاتې وي.

ورته مطالب