ناټو له پاکستانه د اورپکو ضد کلکه مبارزه غوښتې

راسموسن او کرزی
Image caption راسموسن ویلي، چې افغانستان کې د ایساف جګړه ییز رول ورو- ورو پر ملاتړي رول بدلېږي.

د ناټو سرمنشي پر پاکستان غږ کړی، چې پخپله خاوره کې د هغو اورپکو پرضد د زړه له تلې مبارزه وکړي، چې ګاونډي افغانستان کې بریدونه کوي.

اندریس فو راسموسن وویل، پاکستان باید د هغو اورپکو مخه ونیسي، چې ګاونډي افغانستان کې د بریدونو لپاره پاکستان کې بریدونه طرح کوي.

افغان ولسمشر حامد کرزي ویلي، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته، له ناټو د افغان حکومت د ملاتړ په تمه دی.

د ناټو سرمنشي په بروکسل کې خبریالانو ته وویل: "که چېرې پرېکړه دا وي، چې په افغانستان او سیمه کې اوږدمهاله سوله او ثبات راشي، د پاکستان کارنده ګډون ډېر اړین دی".

نوموړي دا هم ویلي، چې "پاکستان او افغانستان د ترهګرو ضد جګړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سرحدي سیمو د ناامنیو په له منځه وړلو کې متقابلې ګټې لري".

تېر ژمی د ناټو په یوه پټ رپوټ کې، چې بیا وروسته افشا شو، ویل شوي وو، چې اسلام اباد له افغان طالبانو سره نژدې اړیکي لري، او ادعا یې کړې وه، چې ګني د پاکستان څارګره اداره له طالبانو سره مرسته کوي.

پاکستان دغه ادعا رد کړې وه او ویلي یې وو، چې د افغانستان لپاره دوی هېڅ پټ پروګرام او دسیسه نه لري.

په پام کې ده چې افغانستان کې د ایساف ځواکونو پاتې پوځيان د ۲۰۱۴ کال تر پایه له افغانستانه ووځي.

ولسمشر حامد کرزي ویلي، چې حکومت یې "کولای شي چې د افغانستان د خلکو امنیت وساتي".

ولسمشر کرزی د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر جان کیري او د پاکستان د پوځ له مشر جنرال اشفاق کیاني سره هم ګوري.

په پام کې ده چې د چارشنبې په ورځ (اپریل ۲۴) د افغانستان د کورنیو چارو وزیر، د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر جلیل جیلاني سره وګوري.

ورته مطالب