حلب کې د اموي جومات مناره ویشتل شوې

Image caption اوسنۍ ودانۍ یې د مملوکي او عثماني خلافتونو پرمهال د ودانۍ جوړولو په سبک جوړه شوې، خو مناره یې سلجوقیانو جوړه کړې ده.

د سوريې حلب کې د ستر جومات ۱۱ مې پېړۍ مناره د سوريې حکومتي ځواکونو او مخالفو جنګياليو ترمنځ نښتو کې ويجاړه شوې ده.

نامسلکي وېډيو ګانې چې پخلی يې نه دی شوی، د جومات کونج کې د منارې کنډواله شوی بنسټ ښيي.

د سوريې دولتي خبري اېجنسۍ سانا ويلي مناره له القاعدې سره تړلې يوې اورپکې ډلې له لوري الوځول شوې، خو د مخالفانو يوه فعال بي بي سي ته وويل مناره د حکومتي ځواکونو د توپ يوې مرمۍ راوپرځوله.

لينا سرجي عطار چې د حلب يوه معماره ده او اوس د امريکا شيکاګو کې اوسېږي بي بي سي سره خبرو کې د دغه لوی جومات ارزښت په ګوته کړ:

نړیوال میراث

" اموي جومات يا د حلب ستر جومات په سوريه کې له سترو او لرغونو جوماتونو دی، او کېدی شي حلب کې له کلا وروسته دوهم داسې ځای وي چې تر ټولو زيات سيلانيان ورغلي وي.

دغه جومات د لرغوني ښار په زړه کې دی او هم د يونیسکو نړيوال ميراث دی. دا يو سپېڅلی ځای هم دی. دغه ځای کې د پيغمبر زکريا چې د يحيی عليهما السلام پلار و، جسد پروت دی، چې مسلمانانو او مسیحيانو دواړو ته يو دروند شخصيت و.

دا ډېره خواشينونکې او زړه ماتوونکې خبره ده، يو داسې څه له منځه ځي چې زموږ ښار ته يې ځانګړی ارزښت درلود."

د حلب امويانو ستر جومات د روان ميلادي کال له لومړيو د مخالفو وسله والو په ولکه کې و، خو چاپېر سيمه په وسله والو نښتو کې لاس په لاس کېده.

په تېر اکتوبر کې يونیسکو د دغه جومات ژغورنې غږ کړی و. د يونیسکو مديرې دغه جومات چې د نړيوال ميراث ځای دی، په نړۍ کې يو تر ټولو ښکلی جومات بللی دی.

د جومات نورې برخې چې ډېرې يې له ۱۲ مې پېړۍ دي، د وسلو او توپونو په ډزو ناوړه زيانمنې شوې دي.

د سوريې خپلواک پوځ هڅه کوي په دغه سيمه کې پر يو شمېر هوايي اډو ولکه وکړي چې د واکمن نظام د اکمالاتو لارې وشلوي.

د م. م شمېرو له مخې له هغه راهيسې چې سوريه کې کورنۍ جګړه نښتې ده ۷۰ زره وګړي وژل شوي، او څه د پاسه يو میليون نور د سوريې ګاونډيو هېوادونو ته کډوال شوي دي.

ورته مطالب