د بوسټن بریدونو شکمن د ترهګرو لست کې و

تیمورلنګ څارنایف
Image caption څارنایف تېره اوونۍ د پولیسو په عملیاتو کې ووژل شو.

امریکايي چارواکو ویلي، چې د بوسټن ښار د بریدونو یو شکمن تیمورلنګ څارنایف د امریکايي مرکزي استخباراتو سي ای په وړاندیز د ترهګرو په لست کې شامل شوی و.

د امریکا د فدرالي تحقیقاتو دفتر "سي ای اې" ویلي وو، چې د تیمورلنګ څارنایف په اړه یې پلټنې پیل کړې وې، خو دې پایلې ته ونه رسېدل، چې ګني هغه یو ګواښ پېښولی شي.

څارنایف تېره اووه د پولیسو په عملیاتو کې ووژل شو، خو د هغه ۱۹ کلن ورور جوهر څارنایف په دوو بریدونو کې تورن وګڼل شو.

څارنایف وروڼه څوک وو؟

په دواړو بریدونو کې چې د بوسټن ښار د اپریل ۱۵ د منډو سیالي یې په نښه او ګډه وډه کړه، لږترلږه درې کسان ووژل شول او تر ۲۶۰ ډېر نور ټپیان شول.

یوه امریکايي چارواکي وړاندې ویلي وو، چې ګني دغه چاودنې د هغو ځای پرځای شویو بمونو له کبله رامنځ ته شوې، چې له لیرې کنټرولېدل.

روسي چارواکو مخکې د تیمورلنګ د کړنو او فعالیتونو په اړه امریکايي چارواکو ته ویلي وو، چې هغه ټینګ وڅاري.

تیمورلنګ څارنایف او جوهر څارنایف د پخواني شوروي اتحاد د یوې برخې او اوسنۍ چیچنیا اوسېدونکي وو.

شپږ میاشتې مخکې سي ای اې په غوښتنه له روسي چارواکو د دغو دواړو وروڼو په اړه د لا ډېرو مالوماتو غوښتنه کړې وه.

خو ښکاري چې روسيې یې په اړه د پام وړ مالومات ورنه کړل، همدا وو، چې دوسیه یې وتړل شوه.

مخکې چارواکو ویلي وو، چې د امریکا استخبارات په هېڅ داسې مخکني ګواښ نه وو خبر، چې ګني د بوسټن منډې وهلو په سیالۍ کې به خونړي بریدونه کېږي.

ورته مطالب