بنګله دېش کې د احتجاج کوونکو او پولیسو ترمنځ شخړه

Image caption مظاهره کوونکو په پلازمېنه ډاکه کې ګډوډې جوړه کړې او ودانیو ته یې اور اچولی.

د بنګله دېش پولیسو پر هغو مظاهره کوونکو اوښکې بهوونکی ګاز شیندلی چې په دغه هېواد کې یې د جامو جوړولو د کارخانو کارکوونکو لپاره د ښو شرایطو غوښتنه کوله.

دا مظاهرې له هغه وروسته وشوې چې د چهارشنبې/ شورو په ورځ د یوې اته پوړیزې ودانۍ د ړنګېدو له کبله لږ تر لږه ۲۸۰ کسان مړه شوو.

مظاهره کوونکو په پلازمېنه ډاکه کې ګډوډې جوړه کړې او ودانیو ته یې اور اچولی. دوی په ورانه شوې ودانۍ کې د جامو جوړولو د کارخانې مالکانو د نیولو غوښتنه کړې.

دغو مالکانو د ودانۍ د ړنګېدو په اړه له وار دمخه خبرداري سره سره خپلو کارکوونکو ته ویلي وو، چې چارو ته دوام ورکړي. د ژغورنې ډلې تر اوسه د همدې ودانۍ تر خاورو خځلو لاندې شویو سلګونو بې درکو کسانو لټون کوي.

دغه اته پوړیزه ودانۍ وړمه ورځ ونړېده، چېل لږ تر لږه ۲۸۰ کسان په کې ووژل شول او سلګونه نور تر کنډوالې لاندې شول. د ژغورنې ډلو د لاندې شویو کسانو رایستلو لپاره هلې ځلې پیل کړې. د دوی مرستې ته پوځ هم ورغی.

راپورونه وايي، چې ودانۍ کې یو مارکیټ، د کالیو دکانونه او نورسوداګریز ځایونه وو. بنګله دېش کې د ودانیو نړېدل نوې خبره نه ده. دغه ځای کې لوړ پوړیزې وادنۍ له مقرراتو سره سمې نه دي جوړې شوي.

تېر نومبر کې د ډاکې د کالیو جوړولو په یوه کارخانه کې د اور لګېدو له کبله لږترلږه ۱۱۰ کسان ووژل شول او ګڼ نور ټپیان شول.

ورته مطالب