" د سوريې حکومت کمیاوي وسلې کارولې "

Image caption د برتانيا د بهرنيو چارو وزارت هم د امريکا دغه ادعاوې غبرګې کړې.

سپينه ماڼۍ وايي د هېواد استخباراتي کړۍ يې تر يوه ځايه باور لري چې سوريې د خپلو مخالفانو پر وړاندې کيمياوي وسلې کارولې دي.

دوی ويلي د سارين په نامه اعصابو ګاز په ټيټه کچه کارول شوی، خو دا يې نه دي ويلي چې چېرې او څه وخت کارول شوي دي.

د امريکا د دفاع وزير چک هېګل هم د متحده عربي اماراتو پلازمېنه ابوظبۍ کې ويلي، د امريکا استخباراتي چارواکو، د ده په خبره د باور بېلابېلو کچو سره ارزونه کړې چې سارين ګاز وړې کچې کارونې بېلګې يې موندلې دي.

ده وويل سپينې ماڼۍ د کانګرېس يو شمېر غړيو ته يو ليک استولی چې د دوی موندنې په ګوته کوي:

"استخباراتي کړيو له څه وخته راهيسې د مسئلې په اړه د معلوماتو ارزونه کوله او پايلو ته د سرېدو پرکړه په کې تېرو ۲۴ ساعتونو کې شوې، ما پر دې مسئله واشنګټن کې له جګپوړو چارواکو سره تماس نيولی، موږ د دغو وسئلو سرچينې پخلی نه شو کولی، خو باور مو دا دی چې سوريه کې د کيماوي وسلو هرډول کارونه تر دېره شونې ده چې د اسد نظام له خوا شوې وي. لکه څنګه چې د ليک ویل شوي، ولسمشر روښانه کړې چې د کيمياوي وسلو کارونه او يا ترهګرو ډلو ته د داسې وسلو لېږدونه د نه منلو ده. امريکا مسووليت لري چې د ټولو مهمو شريکانو، او ملګرو په ګډون د ملګرو ملتونو له لارې سوريه کې د کيمياوي وسلو د بېلګو بشپړه پلټنه وکړي."

د برتانيا د بهرنيو چارو وزارت هم د امريکا دغه ادعاوې غبرګې کړې، او ويلي يې دي چې دوی هم سوريه کې د کيمياوي وسلو کارونې په اړه له بېلابېلو سرچينو محدود خو هڅوونکي معلومات لري.

Image caption داسې بارو دی چې سوريه ډېره اندازه کيمياوي وسلې لري.

د امريکا ولسمشر بارک اوباما مخکې ويلي وو، د کيمياوی وسلو کارونه به سره ليکه وي، چې امريکا به د سوريې شخړه کې ژورې ښکېلېدا ته وروکاږي. د امريکا سناتور جان مکېن وويل دغه شېبه اوس راغلې ده:

" فکر کوم دا ښه روښانه ده، چې له سرې کرښې تېرېدنه شوې ده. اوس زه هيله لرم چې اداره پر هغه څه غور وکړي چې موږ يې له دوينې تويونې او ټولوژنې څه د پاسه دوو کلونو موده کې سپارښتنه کوله او دا خبره د مخالفانو لپاره د يوې خوندې سيمې برابرول دي چې فعاليت په کې وکړي، د نه الوت سيمې دې وټاکل شي، او مقاومت کې هغو خلکو ته وسلې ورکړل شي چې پرې باور لرو"

داسې بارو دی چې سوريه ډېره اندازه کيمياوي وسلې لري، او تېرو څو مياشتو کې نړيواله ټولنه کې د دغه ډول وسلو دزېرمو خونديتوب په اړه اندېښنې زياتې شوې دي.

که څه هم يو شمېر تورنه لګول شوي، خو تر دې مهاله د دې پخلی نه دی شوی چې د سوريې دوه کلنې جګړې پر مهال دې کيمياوي وسلې کارېدلې وي.

ورته مطالب