کراچۍ کې له تاوتریخوالي وروسته کاربندیز شوی

Image caption په تېرو ۴۸ ساعتونو کې دا دویم ځل دی چې د اېم کیو اېم پر ټاکنیز دفتر برید کېږي.

د پاکستان په کراچۍ کې د پر له پسې بمي چاودونو له امله د بې ګناه کسانو د وژنو پر ضد دغه ښار نن په دریمه ورځ هم تړلی دی.

د دې ترڅنګ د دغه ښار په لانډۍ سیمه کې د قومي اسمبلۍ لپاره د عوامي نېشنل ګوند پر کاندیدانو بمي برید شوی او دوه کسان يې په کې ټپیان کړې دي. خو د پاکستان چارواکي د کراچۍ د حالت په اړه ډاډ ورکوي.

په لانډۍ سیمه کې برید د جمعې په ورځ (د اپریل، ۲۶) هغه مهال وشو چې د عوامي نېشنل ګوند نوماند عبدالرحمان له کوره بازار ته روان و.

نا پېژاندو وسله والو د ښاغلي رحمان پر موټر لاسي بم وغورځاوه. په برید کې د یوه ماشوم په ګډون دوه نور کسان هم ټپیان شوي دي.

په سیمه کې مېشت خبریالان وايي، له پېښې وروسته دغه کسان چې پر موټرسایکل سپاره وو، تښتېدلي دي.

ويل کېږي د پېښې په تړاو لا تر اوسه څوک نه دي نیول شوي او نه يې هم پړه چا پر غاړه اخیستې ده. تېره شپه هم یوه بله ورته پېښه وشوه چې له امله يې نن د ښار تړولو پرېکړه وشوه.

هغه پېښه بیا د ناظم آباد په سیمه کې وه او بم په یوه موټر کې د اېم کیو اېم انتخاباتي دفتر نژدې اېښودل شوی و.

د موټر هغې چاودنې د اېم کیو اېم پنځه کارکوونکي ووژل او ۱۴ نور يې ټپیان کړل.

د ښار د دوکانونو او مرکزونو تر څنګ ښوونیز مرکزونه لکه ښوونځي هم تړل شوي دي. پر سړکونو موټر نه پرېښودل کېږي.

په تېرو ۴۸ ساعتونو کې دا دویم ځل دی چې د اېم کیو اېم پر ټاکنیز دفتر برید کېږي.

د دې پېښو پړه د تحریک طالبان پاکستان ویاند احسان اللہ احسان منلې ده.

دغه ویاند ګوآښ کوي چې د اېم کیو اېم تر څنګ به عوامي نېشنل او پیپلز ګوندونه هم په نښه کوي.

د دې پېښو او اندېښنو ته په ځواب کې په کراچۍ کې د سرپرست لومړي وزیر میر هزار خان کھوسه په مشرۍ یوه غونډه هم جوړه شوې وه.

په غونډه کې لومړي وزیر د ټول سند د امنیتي حالت په اړه اوسېدوونکو ته ډاډ ورکړ.

دیادونې وړ ده چې د مې په ۱۱ مه نېټه په پاکستان کې عمومي ټاکنې کېږي.

خو د تحریک طالبان پاکستان ترڅنګ په بلوچستان ایالت کې بلوچ خپلواکي غوښتونکو ډلو هم خبرداری ورکړی چې په عامو ټاکنو کې برخه اخیستونکي کاندیدان په نښه کوي او رای ورکونکو ته یې ویلي چې رايې دې نه ورکوي. دوی دا هم وايي چې که رایو ورکوونکو ته کوم زیان ورسېد نو خپله پړه دي.

ورته مطالب