دوې غبرګونې په یوه تنه کې

دوې غبرګونې په یوه تنه کې
Image caption ابي او بریټېني د ګڼو چارو په اړه یو نظر لري، له خوړو نیولې، تر ټولنیز ژوند او د کالیو تر اغوستلو پورې یو نظر لري.

دوې غبرګونې خویندې ابي او بریټېني هېنسل له څه باندې شلو کالو راهیسې له یوې او بلې سره نښتې دي، خو ژوند یې په طبیعي توګه له فعالیت ډک تېرېږي.

دواړو خویندې پوهنتون ته یوځای تللې دي، یوځای یې سفر کړی او یوه دنده یې موندلې ده، خو په یوه تن کې د دغو دواړو غبرګونو خویندو په ژوند کې ستونزمنه چاره څه ده؟

۲۳ کلنې خویندې د خپلو نورو همځولو په څېر، د خوښۍ شېبې له خپلو ملګرو سره تېروي، د ساتېرۍ لپاره له کوره بهر وځي، دواړې یو ګاډی چلوي، بلکې یوځای سپورت کوي او یوځای والیبال کوي.

دواړې غبرګوني خویندې، چې په یوه تنه کې سره نښتې دي، د امریکا مینیسوتا له بېتل پوهنتونه فارغې شوې، بیا یې یوځای په یوه لومړني ښوونځي کې د ریاضي د دوو ښوونکو په توګه دنده موندلې ده.

که څه هم له پوهنتونه یې دوه سندونه ترلاسه کړي، خو یو معاش ورکول کېږي، ځکه چې د یوه کس په بڼه کار اوفعالیت کوي.

ابي وايي: "دا طبعاً څرګنده ده، موږ پوهېږو چې یوازې یو معاش لرو؛ ځکه چې موږ یوه دنده مخته وړو، که څه هم زموږ تجربې بېلې دي، خو دوه سندونه مور تلاسه کړي، موږ هره یوه په تدریس کې خپله جلا طریقه لرو او هره یوه څیزونو ته پخپل جلا نظر کورو".

خو بریټېني وايي، چې: "موږ هره یوه تدریس کولای شو، خو زموږ دویمه ګوري او پوښتنې ځوابوي، په دې توګه موږ د یوه کس نه، بلکې د دوو کسانو کار کوو".

د دوی ملګرې کاري جو هونکي د دوی ملګرې ته د یوې ډلې په سترګه ګوري او وايي چې: "دوی دواړې بېلابېلې نجونې دي، خو دوی هره ورځ مهم کارونه کوي".

یوه تنه دوه زړونه

دواړې غبرګونې یوه او بله په ښه توګه پېژني، او د ژوند په هره برخه کې له یوې او بلې سره مرسته کوي، ان تر دې چې یوه د بلې نیمګړې جمله هم بشپړوي.

دواړو له کوچنیوالي راهیسې د خپل بدن په تېره بیا د سرونو منظم ښورول او اکټونه په ښه توګه زده کړي دي، په بدن کې یې دوه بډوډي، دوه زړونه، دوې معدې او یو ځیګر دي، خو یوه لویه کولمه لري، یوه تناسلي اله لري، ابي یې پر ښۍ خوا کنټرول لري او بریټېني یې پر کیڼ هغه.

د دواړو بدن د ونې په لوړوالي کې توپير دی، د ابي د بدن ونه ۱،۵۷ متر ده، خو د برېټيني بیا ۱،۴۷ متره، همدا ده چې د بدن د توازن برابرښت لپاره برېټيني پر پښو درېدو ته اړ کېږي.

ابي او بریټېني د ګڼو چارو په اړه یو نظر لري، له خوړو نیولې، تر ټولنیز ژوند او د کالیو تر اغوستلو پورې یو نظر لري.

ابي وايي: "طبیعي ده چې موږ دواړې بېل سلوک او کړه وړه لرو، برېيتي ځلېدون:ي او تېز رنګونه خوښوي، خو زما ډېر رڼه رنګونه خوښ دي".

ابي په خبرو کې ډېره تېزه ده.

ژوند او توپیرونه

Image caption دواړې یو موټر چلوي.

د دواړو خویندو ترمنځ ځینې نور توپیرونه هم شته، بریټېني له لوړو ځایونو وېرېږي، خو ابي یې په اړه بې باکه ده، ابي له ریاضي او علومو سره ډېره مینه لري، خو بریټېني بیا هنرونه ډېر خوښوي.

د دواړو خویندو یو بل توپیر د چای څښلو د پیالو په څرنګوالي او د چای په اغېز کې دی، له چای څښلو وروسته د بریټېني د زړه ټکان ډېرېږي، خو ابي ته بیا هېڅ خبره نه ده، همداشان د دواړو د بدن د تودوخې درجه هم یوشان نه ده.

ابي وايي: "د بریټېني د بدن د حرارت درجې په پرتله زما د بدن د حرارت درجه بل ډول ده، له دې کبله زما د بدن د حرارت درجه ډېره لوړه وي".

که څه هم د دواړو کورنۍ او ټولنیز طبیعي ژوند یو شان دی، یوځای یې درس لوستی او یوځای کار کوي، خو له ځینو ستونزو سر ټکوي.

دواړې پخپل خاص ژوند کې ستونزې ګالي، او په اړه یې بحث هم خوند نه ورکوي، دواړې هغه ګنګوسې ردوي، چې ګني بریټېني کوژده کول غواړي، دواړې دا خبره یوه بې بنسټه ګنګوسه بولي.

بل هېواد ته هم د دواړو سفر کول له کړاوه ډکه خبره ده، هره یوه بېل پاسپورټ لري، خو د سفر ټیکټ یو اخلي؛ ځکه چې په الوتکه کې پر یوه څوکۍ کښيني، همداشان دواړې له ګڼې ګوڼې ځای ته د ننوتلو پرمهال یوشان احساس او ويښوالی لري، په ګڼو ځایونو کې یې خلک عکسونه اخلي.

تل ويښوالی

د دغو خویندو یوه ملګرې ایرین جانکانز وايي، چې ملګرې یې تل ویښې وي، او د نورو غبرګون ته دواړې ډېرې څکې ښکاري.

جانکانز وايي: "تل د دوی خوښي او خوشحالي غواړم، او تل دا غواړم چې خلک یې انځورونه وانخلي، او تل هڅه کوم چې د دوی د عکسونو اخیستو مانع شم".

Image caption د ابي او بریټېني مور باتي وايي، د خپلو لوڼو لپاره هماغه تمه لري، لکه د نورو کسانو لپاره یې چې لري.

دا زیاتوي: "ځینې وخت پر موږ د خلکو د راټولېدو پرمهال، سم لاسي سیمه پرېږدو، خو تل مې د دوی دا هڅه خوښېږي، چې په ډېرې اسانۍ سره له دا ډول سیمې پښې سپکوي".

د غبرګونو دا ډول مورزادي وضعیت ډېر نادر برېښي، ځکه چې د ډاکټرانو په وینا، دا ډول نښتي غبرګوني ایله په ۲۰۰ زرو کسانو کې یو ځل تکرارېدلی شي، او په سلو کې څلوېښت یا شپېته دا ډول نښتي غبرګوني نه پایېږي، بلکې له موره مړه پیدا کېږي، او بل دا چې د نارینه وو په پرتله دا شان غبرګوني ډېر لږ وي.

د دوو نښتو غبرګونو د جلا کولو جراحي عملیات د خپل ډول تر ټولو ډېر نازک او خطرناک دي؛ همدا ده چېد ابي او بریټېني مور او پلار د دوی د جلا کېدو عملیاتو ته زړه نه ښه کوي، ځکه چې د عملیاتو پرمهال یې د یوې مړینه حتمي بلل کېږي.

د ابي او بریټېني مور باتي وايي، د خپلو لوڼو لپاره هماغه تمه لري، لکه د نورو کسانو لپاره یې چې لري.