مسکو له اسلام پالو سره د اړیکې په تور ۱۴۰ کسان نیولي

مسکو وايي، دغه کسان یې په یوه جومات کې نیولي.
Image caption مسکو وايي، دغه کسان یې په یوه جومات کې نیولي.

د مسکو پوليس وايي شاوخوا ١٤٠ تنه يې له تندلارو اسلامپالو ډلو سره د ټړاو په شک نيولي دي.

د پوليسو د سرچينو له لوري په خپرې شوې يوې وينا پاڼې کې راغلي چې دغه وگړي پر يوۀ جومات د چپاو پرمهال نيول شوي دي.

ويل کېږي چې د نيولو شويو څه د پاسه دېرش تنه بهرنيان دي.

دا لا نه ده مالومه چې پر دغو وگړو څه تور پورې شوى خو په ځايي رسنيو کې دا ادعا شوې ځينو کسانو چې په دغه جومات کې يې لمونځ کاوۀ وروسته له هغو اسلامپالو سره يوځاى شوي وو چې په شمالي قفقاز کې جنگېږي.

ولسمشر پوتين وړمه ورځ وويل چې د بوسټن له چاودنو وروسته روسيه او امريکا بايد د ترهگرۍ په وړاندې جگړه کې سره ډېره همکاري وکړي.

د ادعاوو له مخې، د بوسټن بمي بريدونه دوو وروڼو تېمورلنگ او جوهر څرنايف چې له اره د شمالي قفقاز وو، ترسره کړي.

روسي چارواکو وړاندې د تیمورلنګ د کړنو او فعالیتونو په اړه امریکايان خبرکړي وو، چې نوموړى وڅاري.

سي ای اې شپږ میاشتې د مخه له روسي چارواکو غوښتنه کړې وه چې د دغو دواړو وروڼو په اړه لا ډېرو مالومات ورکړي،

خو داسې برېښي چې روسيې په دې تړاو د پام وړ مالومات نه وو ورکړي، نو ځکه يې دوسیه تړل شوې وه.

وړاندې امريکايي چارواکو ویلي وو، چې استخباراتي ادارو هېڅ داسې کوم ګواښ نه وو ترلاسه کړى، چې ګواکې د بوسټن د ځغاستې په سیالۍ کې به خونړي بریدونه کېږي.

ورته مطالب