د چین ولسمشر وايي پر "ترهګرو به زړه سوی نه کوو"

Image caption د سي جیان د لسو ميليونو وګړو ډېرى يې د چين له واکمنو ناراضه دي او احساس کوي چې مذهبي حقونه يې تر پښو لاندې کېږي.

د چین ولسمشر شي جې پېنګ وايي په تره ګرو به هېڅ رحم و نه کړي.

دا خبرې تر هغه نښتې وروسته کېږي چې د چین په سي جیان کې وشوې او ۲۰ کسان په کې ووژل شول.

په وژل شویو کې ۱۵ پولیس او نور دولتي مامورین و. خو د امریکا دولت وايي په دغه هېواد کې د یغور مسلمانانو سره پر توپیري چلند ډېر اندېښمن دی.

د چين په لېرې لوېديځ د سرېبيا په کوچني ښار کې دا له ګڼې ګوڼې ډک يو بازار دى.

د یوغور مسلمانانو يو شمېر نارينه غوښه خرڅوي او یوغور مېرمنې چې سرونه يې په دستمالونو پوښلي مېوې پلوري.

د بازار ترڅنګ په وسلو سمبال چينايي پوليس د هغې سيمې ساتنه کوي چې روانه اوونۍ د تاوتريخوالي شاهده وه.

د پېښې په اړه د حکومت خبر دا ده چې ګواکې دوى له يوې ترهګرې ډلې سره چې د بريدونو دسيسه يې جوړه کړې وه مخامخ شوي دي.

په نښته کې ۱۵حکومتي کارکوونکي او پوليس وژل شوي، ځيني په چړو وهل شوي او وژل شوي او يو شمېر نور بيا په ودانۍ کې ايسار شوي او تر وژلو دمخه سوځول شوي دي.

خو موږ ځيني عيني شاهدان وموندل چې د پېښې په اړه يې بل ډول نکل وکړ.

سيمه ييزو خلکو موږ ته وويل چې د اوږدې مودې راهيسې دغه لانجه روانه ده، چارواکي هڅه کوي د مذهبي کورنيو نارينه اړ باسي چې خپلې ږېرې وخريي او مېرمنې خپل پړوني لېرې کړي.

"ما يو ټپي سړى وليد چې توره يې درلوده او په يوه پوليس پسې و او وروسته په پښه کې په مردکه ولګېده او پر ځمکه ولوېد. پوليسو هغه کلابند کړ او بيا يې د مرګ تر پولې په چړو وواهه. دريو نورو سړو بيا تبرونه او چړې لرلې او پوليسو پر هغوى هم ډزې وکړې او و يې واژه."

د سي جیان د لسو ميليونو وګړو ډېرى يې د چين له واکمنو ناراضه دي او احساس کوي چې مذهبي حقونه يې تر پښو لاندې کېږي.

د امريکا د متحده ايالاتونو دولت ويلي چې په چين کې د توکميز تبعيض له کبله اندېښنه لري خو د چين د بهرنيو چارو وزارت يو وياند هوچوننګ وايي امريکا دوه مخی سياست تعقيبوي.

" چين د مذهبي حقونو په ګډون د ټولو توکمونو د خلکو حقونه خوندي کړي دي.موږ په کلکه د امريکا د دې سياست مخالف يو چې د تور او سپين او سم او ناسم په برخه کې ترې لار ورکه ده. دوى سربېره پر دې چې ترهګرې کړنې نه غندي د چين د توکميز سياست پر ضد ناسم او غېر مسوولانه تورنه هم لګوي. "

منتقدين وايي چين سخت توکميز سياست لري چې د تاوتريخوالي زمينه برابروي نو ځکه دوى باور ښيي چې تاوتريخوالی به دوام کوي.

ورته مطالب