بوکو حرام برمته شویو بدل کې ۳ میلیونه ډالر اخیستي

Image caption تېره اوونۍ وروسته له هغه د نايجريا په شمال کې تاوتريخوالی ډېر شو.

د نایجیریا حکومت یو محرم رپوټ وايي چې د اوو تښتول شویو فرانسویانو په بدل کې د بوکو حرام ترهګرې ډلې ته تر درې میلیونه امریکايي ډالرو ډېرې پیسې ورکړل شوې دي. دغه فرانسوي کورنۍ چې دوې میاشتې وړاندې تښتول شوې وه یوه اوونۍ وړاندې را ایله شول.

د نايجريايي حکومت په دغه محرم رپوټ کې نه دي ويل شوي چې چا د تجزيې په توګه دا پېسې ورکړي چې په بدل کې يې تېره اوونۍ فرانسوي کورنۍ خوشې شي.

دغه رپوټ چې د رويټرز خبري اژانس ګوتو ته ورغلى وايي تر درې ميليونه ډالر, ډېرې پيسې د بوکو حرام په نامه اسلامپالې اورپکې ډلې ته ورکړل شوي دي.

د فبرورۍ په مياشت کې اوه فرانسويان هغه مهال وتښتول شول چې د کاميرون د شمال په ملي پارک کې يې خپله رخصتي تېروله.

په تښتول شويو کې يو يې څلور کلن ماشوم و.

د فرانسې او کاميرون، دواړه دولتونه د يرغمل شويو د خوشې کېدو په بدل کې د جزیې په توګه د پيسو د ورکړې خبر ردوي.

د دا ډول لويو پیسو ورکړه به د بوکو حرام د ډلې د جګړه ييز ځواک د پياوړتيا سبب شي.

تېره اوونۍ وروسته له هغه د نايجريا په شمال کې تاوتريخوالی ډېر شو چې شکمنو اسلامپالو اورپکو پر پوځ او پوليسو بريدونه وکړل.

ځينې رپوټونه وايي چې د دې تاوتريخوالي په لړ کې تر دوه سوه ډېر ملکي خلک وژل شوي دي.

د پنجشنبې په ورځ يوه پوځي وياند وويل چې د بوکو حرام وسله والو کسانو پر يوه بانک بريد وکړ او نژدې شپيته زره ډالر يې له ځانه سره يوړل.

په داسې يوه حالت کې چې پوځ نه شي کولى د بريدونو مخه ونيسي د نايجريا ولسمشر ګوډ لک جنتن يوه جرګه ګۍ ټاکلې چې اورپکو ته د بخښنې بنسټ چمتو کړي.

ورته مطالب