بنګله دېش کې د ودانۍ نړېدو قربانیانو شمېر ۳۳۶

Image caption د ځايي چارواکو په وینا د رانا پلازا نومي ودانۍ دورانېدو له کبله تر اوسه ۳۳۶ کسان وژل شوي.

د بنګله دېش د پلازمېنې ډاکې په لمنو کې درې ورځې مخکې د ورانې شوې ودانۍ د دوو کارخانو څښتنانو ځانونه پولیسو ته سپارلي دي.

له دې سره پولیسو د ودانۍ په جوړولو کې دوه برخه اخیستونکي انجنران هم نیولي دي.

دې پېښه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۳۳۶ کسانو ته ورسېد.

د شنبې په ورځ مرستندویه فعالان وتوانېدل، د ورانې شوې ودانۍ له خاورو خځلو ۲۴ کسان ژوندي راوباسي، خو اوس هم ویل کېږي، چې د ودانۍ تر ړنګو دیوالونو لاندې نژدې ۶۰۰ کسان بې درکه دي.

مرستندویانو تر ودانۍ لاندې ژوندي پاتې کسانو ته د اوبو او اکسیجن رسولو هڅې کړې، چې له هغه ځایه د ایستلو تر مهاله ژوندي پاتې شي.

د کارخانو د څښتنانو محبوب الرحمان او صمد عدنان په باب ویل شوي، چې د ودانۍ د ورانېدو په باره کې له خبرداري سره سره یي خپل کارکوونکي اړ کړي وو، چې کارونو ته دوام ورکړي.

د ځايي چارواکو په وینا د رانا پلازا نومي ودانۍ دورانېدو له کبله تر اوسه ۳۳۶ کسان وژل شوي دي.

دغه ودانۍ د تېرې چهار شنبې/ شورو په ورځ هغه مهال ونړېده، چې د یوه اټکل له مخې شاوخوا ۳۰۰۰ کسان په کې موجود وو.

د اې ایف پي خبري اژانس په رپوټ کې د ډاکې پولیس مشر شیامي مکهرجي له خولې ویل شوي، چې پر دواړو کارخانه څښتنانو د بې پروايي کولو تور دی.

ویل کېږي، چې د چهارشنبې/شورو په ورځ د ودانۍ په یوه برخه کې له چاک لېدو سره هم دوی کارکوونکي اړ کړل چې خپل کار ته دوام ورکړي.

په یاده ودانۍ کې د جامو درې نورې کارخانې هم شته.

Image caption بنګله دېش کې د خوندیتوب له پلوه نیمګړۍ ودانۍ اکثر مهال نړېږي او یا په کې اور لګېږي.

د بنګله دېش لومړۍ وزیرې شیخ حسینه د خپل هېواد پارلمان ته په وینا کې وویل:

" په ځانګړې توګه د دې پېښې عاملین هغه کارخانه مالکان دي، چې له خبرداري سره سره یي کارکوونکي کار کولو ته اړ کړي وو، دوی به سزا ووني."

د جمعې په ورځ نژدې ۱۰۰۰۰ کسانو د دې پېښې پر ضد مظاهره وکړه. دوی د نړېدلو کارخانو د څښتنانو د نیولو او په هېواد کې د کارخانو کارګرو لپاره د ښو کاري شرایطو غوښتنه کوله.

مظاهره کوونکو ډاکې کې یو شمېر ودانیو او ګاډو ته زیان واړاوه او پولیسو د دوی د خپرولو لپاره اوښکې بهوونکی ګاز او ربړین مردکي وکارول.

بنګله دېش کې د خوندیتوب له پلوه نیمګړۍ ودانۍ اکثر مهال نړېږي او یا په کې اور لګېږي.

ورته مطالب